ارزګان کې د پولیو ویروس شتون د ماشومانو ژوند ګواښي

انځور: آرشیف

د ارزګان ولایت روغتیايي مسؤولین په دې ولایت کې د پولیو ویروس شتون تاییدوي او وایي چې که چیرې ماشومان په ټاکلي وخت واکسین نشي، ښایي په راتلونکي کې د ګوزڼ ناروغۍ پېښې زیاتې شي.

دوی وایي چی که څه هم په دې وروستیو کې په ارزګان کې د پولیو کومه پېښه نده ترسترګو شوې، خو په تېرو کلونو کې په پرله پسې توګه له واکسین څخه د ماشومانو د پاتې کیدو له امله د پولیو څو مثبتې پېښې لیدل شوي، چي د پولیو وېروس په شتون دلالت کوي.

د ارزګان د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مسؤول، محمد رفیق امریکا غږ ته وویل: ”اوس مهال په ارزګان کې د پولیو کومه نوې پېښه نلرو، خو په چاپیریال کې د پولیو وېروس شتون لري. په هغو ولسوالیو کې چې کور په کور کمپاین ندی ترسره شوی، لکه د شهید حساس ولسوالۍ، د پولیو ناروغۍ د ګواښ کچه لوړه ده.“

نوموړي زیاته کړه: ”موږ هڅه کوو چې په راتلونکي کې کور په کور کمپاین ترسره کړو، تر څو زموږ چاپیریال په بشپړه توګه د پولیو له ویروس څخه پاک شي او ماشومان په ګوزڼ ناروغۍ اخته نشي.“

روغتیاپالان وایي چې له ګوزن څخه د خلاصون یوازنۍ لاره تر هر ماشوم پورې د پولیو ضد واکسین رسول دي، خو له بده مرغه چې دغه موخه لاتر اوسه نده تر لاسه شوې.

بل لوري ته د ارزګان ولایت ځینې اوسیدونکي وایي چې ماشومان یې له بیلابیلو ناروغیو سره مخ دي، او له روغتیایي مسؤولینو غواړي چې د دغو نارغیو د مخنیوي لپاره اړین ګامونه پورته کړي.‌

د ارزګان اوسیدونکي، رحیم‌الله امریکا غږ ته وویل: ”زموږ ماشومان په بیلابیلو ناروغیو لکه خوارځواکي او شري اخته دي، چې د هرې ورځې په تیریدو سره ېې پېښې زیاتیږي.“

د ګوزڼ پر ضد د مبارزې نړیوالې روغتیایي ادارې په دوامدار ډول د عامې روغتیا له وزارت سره همکاري کوي، تر څو په افغانستان کې د پولیو ناروغي په بشپړه توګه له منځه یوسي، او له کورنیو غواړي چې په کمپاینونو کې خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي.