زابل کې د سړې هوا له کبله د پولیو ځنډېدلی کمپاین وشو‌ - روغتیایي مسؤلین

په زبل ولایت کې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ د میاشتې پولیو ضد کمپاین

د زابل ولایت روغتیایي مسؤولین وايي چې په یاد ولایت کې د سړې هوا له کبله ځنډېدلی کمپاین ترسره شو او په ترڅ کې یې ۱۵۰۰۰۰ ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق شو‌.

دوی یادونه کوي چې د پولیو ضد وروستې کمپاین په زابل ولایت کې د سړې هوا له امله ځنډیدلی و، او اوس د یاد ولایت په ټولو ولسوالیو کې په بریالیتوب سره تطبیق شو.

په زابل کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا رئيس، ډاکټر عبدالحکیم حکیمي، امریکا غږ ته وویل: ”زابل کې ټولټال ۲۰۰۰۰۰ ماشومان د واکسین لپاره هدف ټاکل شوي وو، چې ۱۵۰۰۰۰‌ ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین تطبیق شو.“

د نوموړي په وینا، نوبهار، شینکۍ او ځینو نورو ولسوالیو کې د سړې هوا او اورښتونو له امله یو شمېر ستونزې موجودې وې، خو په مجموع کې دغه کمپاین په ښه ډول ترسره شو."

روغتیایي چارواکي وایي چې د ژمي په موسم کې درانه اورښتونه او د لارو بندوالی د پولیو ضد کمپاینونو اغیزمنوي، او د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام فعالیتونه له خنډ او ځنډ سره مخ کوي.

په کابل کې د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤول، ډاکټر نیک ولي شاه مومن، امریکا غږ ته وویل: ”د افغانستان په جنوب کې زابل، ارزګان او غزني ولایتونه د سړو سیمو د ولایتونو په نوملړ کې شامل دي، چې کله ناکله پکې د پولیو ضد کمپاینونه د اقلیمي شرایطو تر مساعدیدو پورې ځنډیږي.“

روغتیایي مسوؤلین وایي چې د ژمي په موسم کې د ماشومتوب د دورې د ځینو نورو ناروغیو د پېښو ګراف هم لوړیږي، او د پوليو تر څنګ ماشومانو ته ځینې نور واکسینونه هم تطبیق کیږي.

د یونیسف ادارې د عامه اړیکو مسؤول، سید کمال شاه، امریکا غږ ته وویل: ”د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام روغتیایي مبلغین د پولیو ضد واکسین تر څنګ، د ماشومتوب د دورې د نورو ناروغیو د واکسینونو په اړه هم خلګو ته معلومات ورکوي، تر څو خپل ماشومان د دغو ناروغیو په وړاندې واکسین کړي."