اوکراین کې د جګړې له ویرې د ژوبڼ یو شمېر ژوي پولنډ ته لیږدول شوي

د جګړې له ویرې، د اوکراین یو شمېر زمریان، پړانګان او نور وحشي ژوي پولنډ ته لیږدول شوي دي.

مسئولین وايي، دغه ژوي لویدیځې اروپا او متحده ایالاتو ته په لاره د لنډ مهال لپاره د پولنډ په پوزنان ژوبڼ کې تم شوي دي.

یوه زمرۍ چې اسيا نومیږي او د هغې درې بچيان له دوو اونيو راهيسې د پوزنان په ژوبڼ کې اوسیږي. د دوی فزیکي روغتیا مخ پر ښه کېدو ده، خو د ژوبڼ کارکوونکي وايي چې دوی له ذهني پلوه لا ښه نه دي.

د پوزنان ژوبڼ مشره ایوا زګرابزینسکا وايي، دا ژوي د انسانانو د شتون له امله یو څه تر فشار لاندې دي او د توغندیو او ډرون بریدونو پرې اغیزه کړې ده.

اسیا زمرۍ د اوکراین د ختیځ دونیڅک سیمې څخه د اوکراین د پوځ او د دغه هیواد د وحشي ژوو د ژغورنې د مرکز په ګډو هڅو د یو شخصي غیرقانوني ساتنځای څخه ژغورل شوې ده.

د وحشي ژوو د ژغورنې مرکز غړې نتالیا پاپوا وايي: "کله چې زموږ پوځ ځینې سیمې ازادوي، نو کله ناکله دوی داسې ځناور ومومي چې بې له خوړو او اوبو بندیان وي او څښتنان یې د جګړې څخه تښتېدلي وي."

ټول ژغورل شوي ژوي لومړی په کیف کې د پاپوا په نوم د ژغورنې یو مرکز ته ځي او له قرنطین وروسته د پولنډ پوزنان ژوبڼ ته د لنډمهال دپاره لیږدول کیږي.

په اوکراین کې د جګړې له پیل وروسته، د پوزنان ژوبڼ مشرې، ایوا، نتالیا ته د مرستې وړاندیز وکړ. دوی په ګډه سلګونه ژوي ژغورلي دي.

د پوزنان ژوبڼ مشره ایوا زګرابزینسکا وايي، له ۲۰۰ څخه ډیر ژوي ژغورل شوي چې له ۵۰ څخه ډیر زمریان او پړانګان او یو شمېر پیشوګانې او ګیدړان پکې شامل دي.

دغه مسئولین وايي، په اوکراین کې ډیر نور ځنګلي حیوانات لا د مرستې او ژغورل کېدو لار څاري.

د پوزنان ژوبڼ مشره زګرابزینسکا وايي: "موږ د دوی لپاره ښه ځای لرو. خو دا ژوي به په ډله ایزه توګه د انګلستان د یارکشیار ځنګلي ژوبڼ ته ولاړ شي."

د ځنګلي ځناورو ژغورل او په ژوبڼ کې استوګن کول خورا ګران کار بلل کیږي. نتالیا پاپوا او پوزنان ژوبڼ د حیواناتو ساتنې لپاره له نړیوال وجهي صندوق او خصوصي بسپنه ورکوونکو څخه مرسته ترلاسه کوي.