په ورزش کې سیاست د پاکستان د کرکټ ستونزه بلل شوې

پاکستاني لوبغاړي په انګلنډ کې د ۲۰۱۹ په نړیوال جام کې

په نړیوال کرکټ کې د پاکستان وروستیو ناکامیو په ورزش کې د سیاسي مداخلې په اړه بحث پارولی او په ځانګړي ډول د لوبغاړو په ګمارلو کې د خپلوۍ پالل د لوبې په ډګر کې د پاکستان د شاتګ لامل بلل شوی دی.

پاکستان تېره اونۍ بنګله دېش ته د ټیسټ سیریز ۲-۰ وبایله او د ټیسټ لوبو په درجه بندۍ کې دغه هېواد اتم مقام ته راولوېد. دا په تیرو ۶۰ کلونو کې د ټیسټ په درجه بندۍ کې د پاکستان ترټول ټیټ موقف دی.

پاکستان، چې په نړۍ کې د کرکټ د مخکښو ملتونو په کتار کې ګڼل کیږي، په کور دننه د ټیسټ لوبو په تیرو لسو سیریزونو کې بریا نده ترلاسه کړې.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په داسې حال کې ددغه هېواد د کرکټ بورډ (پي سي بي) مشري هم کوي چې هېواد یې د ناامنیو د پېښو له زیاتېدو سره مخامخ دی.

په تیرو دوو کلونو کې څلور ځله د پاکستان د لوبډلې روزونکي تبدیل شوي دی. په ورته وخت کې، درې ځله د بورډ رئیسان او درې ځله د ملي لوبډلې کپتانان تبدیل شوي او همدارنګه د کورنیو لوبو په سیستم کې دوامدار بدلونونه رامنځته شوي دي. څېړونکي وايي د هېواد د سیاسي اوضاع له بدلېدلو سره په کرکټ کې هم بدلونونه رامنځته شوي دي.

د پاکستان د کرکټ بورډ د رسنیو د څانګې مسئول احسن افتخار ناګي وايي، دغه وضعیت پر لوبغاړو هم اغېزه کړې ده. ناګي فرانس پرس ته وویل: "کله چې موږ د بورډ په مدیریت کې ګډوډي او اوږدمهاله بې ثباتي ولرو، دا په میدان کې د لوبغاړو په روحیه هم اغېزه کوي."

دا مطلب هم ولولئ پاکستانیان د خپل کرکټ 'د شرم وړ' وضعیت ته اندېښمن دي

په پاکستان کې کرکټ ترټولو مشهوره لوبه ده، د کرکټ لوبغاړو ته د ملي اتلانو په سترګه کتل کیږي او ستر سوداګریز شرکتونه یې د مهمو لوبو پر مهال مالي ملاتړ کوي.

په دغه ۲۴۰ میلیون نفوس لرونکي هېواد کې د کرکټ عام کېدو دغه لوبې ته په کلتوري او سیاسي برخو کې هم پام اوښتی دی.

پخواني صدراعظم عمران خان په نړیوال کرکټ کې د خپل شهرت پر اساس سیاسي ژوند پیل کړ. د هغه په کپتانۍ کې پاکستان په ۱۹۹۲ کې نړیوال جام وګاټه.

عمران خان چې له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۲ پورې صدراعظم و، اوس د داسې تورونو له مخې په زندان کې دی چې هغه سیاسي دسیسه بللې او موخه یې د عمران خان په خبره، واک ته د هغه د بېرته ستنېدو مخنیوی دی.

په روانه اونۍ کې عمران خان له زندان څخه په یو بیان کې وویل چې سیاسي دسیسو د پاکستان د کرکټ وضعیت هم خراب کړی دی. په دغه بیان کې عمران خان ویلي چې محسن نقوي ملي لوبډله "تباه" کړې ده.

په بیان کې ویل شوي: "د کرکټ په څېر د یوې تخنیکي لوبې د اداره کولو لپاره خلک د خپلوۍ په اساس ګمارل شوي. د محسن نقوي وړتیا څه ده؟... کله چې په دولتي ادارو کې فاسد او بې کفايته کسان واکمن شي، ملتونه تباه کیږي."

په پاکستان کې د خپلوۍ پراساس ګمارنې عامې ګڼل کیږي. شنونکي وايي، عمران خان په خپل انتخاباتي کمپاین کې د فساد په خلاف د مبارزې د ژمنې له مخې او د پوځ په ملاتړ واک ترلاسه کړ.

عمران خان د خپل صدارت پر مهال پي سي بي ته د خپلې خوښې مشر مقرر کړ او د کورنیو لوبو د سیستم په بدلولو کې یې مداخله وکړه. هغه مهال هم د پاکستان د کرکټ وضعیت مخ په ځوړ ښودل شوی و.

د پاکستان وروستی مهم بریالیتوب په ۲۰۱۷ کې د ای سي سي د چمپینز جام ګټل ,و او د ۲۰۲۱ د فبرورۍ راهیسې په کور دننه هیڅ ټیسټ لوبه نده ګټلې.

د پاکستان لوبډله د ۲۰۲۲ په شل اوریز نړیوال جام کې تر پایلوبې رسیدلې وه خو په تېر یو کال کې په ۵۰ اوریز او ۲۰ اوریز نړیوالو جامونو کې له وړاندې تګ څخه پاتې شوې ده.

له بنګله دېش څخه د پاکستان ماتې، په پي سي بي کې د محسن نقوي د رهبرۍ په اړه په پارلمان او رسنیو کې پوښتنې رامنځته کړي او د هغه د استعفا غوښتنه شوې ده.

پاکستانۍ ورځپاڼې اکسپرس ټریبیون لیکلي: "له ۱۹۹۸ راهیسې، د واکمنو رژیمونو لخوا د خپلې خوښې ګمارل شویو د پي سي بي رئیسانو په نوبت له کرکټ څخه په ناپوهۍ کې لوبه اداره کړې ده."