پمپیو: یوازې د طالبانو سره نه، د ټولو افغانانو سره مذاکره کوو

مایک پمپیو د مارچ په ۲۷ د امریکا کانګرس ته د افغانستان په اړه خبرې وکړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر​ مایک پمپیو وایي چې هېواد یې په افغانستان کې دننه د هر مطرح شخص او بهر کې طالبانو سره غږیږي چې د افغانانو په مشرۍ د سولې مذاکرات پیل شي.

ښاغلي پمپیو وویل دا ډول مذاکرات ډير پیچلي دي او د دې لپاره چې خبرې ډيرې حساسې دي نو نه غواړي چې عامې یې کړي.

ښاغلي پمپیو وویل د دې مذاکراتو کامیابي په ټولو دخیلو غاړو پورې اړه لري. هغه وویل د امریکا د "ستراتیژۍ ټول هدف دادی چې جمهور رئیس دونالډ ټرمپ غواړي لویې جګړې او د امریکا د ملي امنیت وضعیت ته په کتو د افغانستان سره لوی تمویلي تعهدات" راکم کړي.

ښاغلي پمپیو د کانګرس غړو ته د چهارشنبې په ورځ (مارچ۲۷) وویل چې د همدغه هدف ته د رسېدو لپاره زلمی خلیلزاد تعین شوی.

افغانستان د سولې دپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو سره په دوحه کې تراوسه په څلورو مسایلو خبرې کړي. دوه يي د امریکا او طالبانو اړوند دي چې د بهرنیو ځواکونو وتل او د بل هیواد په وړاندې د افغانستان نه د تروریستي تهدید نه پيښیدلو تضمین دی او دوه نورې مسئلې یي د افغان دولت سره مخامخ خبرې او اوربند دي.

زلمي خلیلزاد تراوسه د طالبانو سره په دوحه کې په څلورو مسلو خبرې کړي.

د افغانستان ستراتیژي

د کانګرس یو دیموکرات غړي دیئن فیلیپ وویل "پدې کې شک نشته چې افغانستان نه یوازي د امریکا دپاره اهمیت لري بلکې نړۍ ته هم مهم دی، خو د افغانستان د ستراتیژۍ په اړه د کانګرس او بهرنیوچارو وزارت ترمنځ پوره ارتباط نشته" او پدې اړه نور وضاحت غواړي.

ښاغلي پمپیو وویل هغه د امریکا د دفاع وزیر او د سي آی اې د رئیسې سره د افغانستان د بیا پخلاینې د هڅو دپاره په تګلاره کار کړی چې جګړه کمه شي او بیا "داسی خبرې وشي چې د افغانستان د حالاتو سره برابر یو اساسي سیاسي حل" پیدا شي.

امریکايي چارواکي وایي دوی غواړي د هرډول سیاسي حل په صورت کې پدې ډاډه شي چې د افغانستان نه د القاعدې شبکې تهدید پیښ نشي او د نورو ترهګریزو فعالیتونو امکانات هم په کې برابر نشي.

د کانګرس د ځینو غړو یوه پوښتنه دا وه چې آیا په طالبانو باندې باید باور وشي که نه؟

ښاغلي پمپییو وویل "دا مهمه نده، مهمه داده چې نتایج يي باوري او ټولو ته د منلو وي."

د افغانستان د سولې او بیا پخلاینې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او طالب مشرانو ترمنځ په قطر کې پنځه ځلې مخامخ خبرې شوي دي. ښاغلي خلیلزاد وویل چې په خبرو کې پرمختګ شوی خو توافق نه دی شوی.