پمپیو په برما کې د مسلمانانو 'نژادي تصفیه' وغندله

روهینگیایي مسلمانان د بنگله دیش د مهاجرو په یو کمپ کې د مظاهرې پر وخت

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د امریکا متحده ایالات به د هغو کسانو سره حساب کتاب کولو ته دوام ورکړي چې په برما کې د روهینگیایي مسلمانانو د "ناوړه نژادي تصفیې" مسؤل دي.

مایک پمپیو د شنبې په ورځ (اګست۲۶) په ټویټر کې ولیکل "یو کال دمخه د وسله والو له خوا د مرگونو بریدونو وروسته امنیتي قواو په برما کې د روهینگیایانو په ناوړه نژادي تصفیې لاس پورې کړ".

ښاغلي پمپیو همداشان لیکلي "د امریکا متحده ایالات به ټولو هغو کسانو سره حساب کتاب ورکړي چې {د روهینگیایي مسلمانانو په قومي تصفیې} کې دخیل دي. د برما پوځ باید بشري حقونو ته درناوی وکړي او پریږدي چې په برما کې دموکراسي بریالۍ شي."

ښاغلي پمپیو همداشانویلي چې د برما د راخین ولایت کړکیچ ددې سبب شوی چې د ٢٠١٧ کال د اگست له میاشتې راهیسې څه دپاسه ٧٠٠ زره روهینگیایي مسلمانان له خپلو کورونو نه د بنگله دیش په لور تیښتې ته اړ شي.

پوځ د ١٩٦٢ کال د کودتا وروسته نژدې ٥٠ کاله په برما کې حکومت وکړ او د ٢٠٠٨ کال د اساسي قانون له مخې یې لا هم پوره ځواک په لاس کې دی.

د برما حکومت تر اوسه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د څرگندونو په هکله غبرگون ندی ښودلی.

د امریکا په گډون د نړیوالې ټولنې د انتقادونو سره سره د برما د حکومت چې مشري یې د نوبل جایزې گټونکې انگ سان سو په غاړه ده هغه تورونه رد کړي چې روهینگایایي مهاجرو وایي امنیتي قواو پرې ظلمونه کړي دي. حکومت ویلي دي چې امنیتي قواو د قانون سره سم په راخین ولایت کې یاغي مسلمانان ځپلي دي.

پدې ترڅ کې د شنبې په ورځ روهینگیایي مهاجرو په بنگله دیش کې د مهاجرو په کمپونو کې د خپل ناورین د یو کلنۍ په خاطر مظاهرې وکړې.

له دې دمخه امریکا د اگست د میاشتې په لومړیو کې د برما پر څلورو پوځیانو او د پولیسو په قوماندانانو بندیزون ولگول چې د روهینگیایي مسلمانانو په وړاندې "د بشري حقونو نه په سرغړونو او قومي تصفیې" باندې تورن دي.