شمالي کوریا: له پمپیو سره خبري خواشینونکي وې

مایک پمپیو او د شمالي کوریا د یو لوړپوړي چارواکي سره

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ ( جون ۷ ) وویل، د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره خبري ناهیلې کوونکي وې او واشنګټن یې تورن کړ چې هڅه کوي په یو اړخیز فشار سره د پیونګ یانګ اټومي پروګرام بند کړي.

په دې اړه بیانیه ، د شمالي کوریا د حکومت لهلوړپوړي چارواکي کیم یونګ چاول او ددې هیواد له یو شمیر نورو چارواکو سره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو تر دوه ورځني سفر وروسته خپره شوېده.

خپره شوې بیانیه وايي، د خبرو نتیجه ډیره د اندیښنې وړ ده او د یوه داسې خطرناکه حالت پیل بریښي چې ممکن د اټومي بې وسلې کونې په اړه د شمالي کوریا علاقه مندي زیانمنه کړي.

د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس هم دا خبري ډیرې د اندیښنې وړ بللي او ویلې دي له اټومي وسلو پرته کوریا یوازې د دوه اړخیزو اقداماتو له لارې امکان لري.

خو د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو بیا دا سفر مثبت ګڼلی دی. نوموړي له دې خبرو سمدستي وویل دواړو لورو څو ساعته ګټورې خبري درلودې او کابو د ټولو عمده مسایلو په اړه په خبرو کې پرمختګ شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل: " موږ د هغه څه په اړه چې شمالي کوریا یې کوي خبري وکړې ، هغه توافق چې جمهور رئیس ټرمپ او کیم جونګ اون په بشپړ ډول د شمالي کوریا د غیر اټومي کیدو په اړه کړی وو. هیڅوک له دې کاره ندي شاته شوي او جمهور رئیس کیم اوس هم ژمن دي. ما نن سهار له ولسمشر ټرمپ او زما سیال له ولسمشر کیم جونګ اون سره خبري وکړې. موږ ګټورې او د ښه نیت خبري درلودې."

خو د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د شنبې په سهار د شمالي کوریا له مشر پرته ددې هیواد له جګپوړو چارواکو سره د خپل ملاقات سفر پای ته ورساوه. خو دا خبرې د شمالي کوریا د اټومي بې وسلې کونې په اړه په نویو تعهداتو او د کوریا په جګړه د وژل شویو امریکايی سرتیرو د انتقال په اړه په ژمنو سره پای ته ورسیدې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ د شمالي کوریا له چارواکو سره تر لیدنې وروسته جاپان ته ولاړ او له هغه ځای به ویتنام ، متحدو عربي اماراتو او بلجیم ته سفر وکړي.