افغان پلاوی قطر کې'طالبانو سره له ملاقات پرته' کابل ته ستون شو

دافغان حکومت پلاوی

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د افغان حکومت شپږ کسیز پلاوی چې له طالبانو د مقدماتي اړیکو ټینګولو په هدف قطر ته تللی و، بېرته کابل ته ستون شوی دی.

ټاکل شوې وه چې یاد پلاوي په دغه سفر کې له طالب استازو سره د دواړو خواو د زندانیانو د خوشي کولو په اړه د زمینې رامنځته کولو او بین الافغاني خبرو پیلېدو په اړه خبرې کړي وای، خو تر دې مخکې طالبانو ویلي و چې دوی به له یاد پلاوي سره په دوحه کې ونه ګوري.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ «کب۲۲مه» وویل چې دا شپږ کسیز پلاوي د قطر له چاروکو، امریکا، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو، جرمني او ناروې له استازو او د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان د سولې د بهیر په اړه جلا جلا کتلي دي.

د ملي امنیت شورا له طالبانو سره د یاد پلاوي د لیدنې په اړه څه نه دي ویلي خو وايي چې دا پلاوی به د حکومت د حسن نیت ښودلو لپاره په راتلوونکو ورځو کې بیا هم قطر ته سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سې شنبې په ماښام«کب۲۰مه» فرمان ورکړ چې له مخې به یې ۱۵۰۰ طالب زندانیان د حکومت د حسن نیت ښودلو په اساس د روانې میاشتې تر ۲۴ مې خوشي شي.

خو طالبانو ویلي چې د هغوی د زندانیانو د خوشي کولو په اړه د ولسمشر غني طرحه د امریکا او طالبانو له طرحې سره په تناقض کې ده هغوی ټینګار کړی که چیري یې ۵۰۰۰ بندیان خوشي نشي د حکومت او طالبانو مذاکرات به پیل نه شي.