پاکستان د وزیرستان په خړ کمر کې پر غونډو بندیز لګولی

تصویر: ارشیف

د پاکستان پوځ د شمالي وزیرستان د خړ کمر په سیمه کې په هر ډول غونډو او جلسو بندیز لګولی دی.

د امریکا غږ د ډیوې څانګې خبریال وايي چې د جنوبي وزیرستان انتظامیې دا پریکړه کړې ده. په همدې حال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د شمالي وزیرستان په مرکز میران شاه کې پرلت پیل کړی دی.

د دغه غورځنګ یو مخکښ محسن داوړ له "ټولو پښتنو" غوښتي چې په دغه پرلت کې برخه واخلي او د "پاکستان د پوځ په ډزو کې د پي ټي ام د غړو وژل" وغندي.

څو ورځې مخکې د خړ کمر په سیمه کې د پي ټي ام د مشرانو په وینا د پاکستان پوځ پر هغوی ډزې کړي او ۱۳ تنه یې وژلي دی. خو پوځ وايي چې د پي ټم ام غړو پر امنیتي پوستې برید کړی او پنځه سرتيري یې ژوبل کړي دي.

له دغې پېښې وروسته د پاکستان پوځ د پي ټي ام یو مخکښ غړی علي وزیر د قتل او ترهګرۍ په تور نیولی دی. هغه اوس د پولیسو په توقیف کې دی او د پي ټم ام غړي ادعا لري چې پولیسو شکنجه کړی دی.

Your browser doesn’t support HTML5

د میرانشاه د پیښې پر ضد لاریون

پي ټم ام په بنو کې هم د دغې پېښې د غندلو لپاره مظاهرې کړې او وايي چې په نورو سیمو کې به هم لویې مظاهرې وکړې.

د پي ټم ام د فعالیت څه باندې یو کال کیږي خو دا لومړی ځل دی چې پوځ په مخامخ ډول د دغه غورځنګ د غړو په وژلو تورن کیږي. په همدې حال کې د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی دی چې سملاسې دې په شمالي وزیرستان کې د درېو فعالانو د وژل کیدو د قضیې د خپلواکو څیړنو امر وکړي.

د بخښنې په نړیوال سازمان کې د جنوبي آسیا د څانګې څیړونکې رابعه محمود ویلي که چیرته دا راپورونه سم وي چې د پاکستان پوځ مظاهره کوونکي په غیرې قانوني توګه وژلي دي، دا د نړیوالو قوانینو جدي سرغړاونه ده.