ثنا اعجاز: د پاکستان د پوځ په ډزو کې د پي ټي ایم درې تنه وژل شوي

د پي ټی ایم د غورځنگ یوه مشره ثنا اعجاز

په پاکستان کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشران وايي چې پاکستاني پولیسو د دغه غورځنګ پر یو کاروان بریدکړی دی او درې تنه یې وژلي دي.

د دغه غورځنګ یوې مشرې ثنا اعجاز امریکا غږ ته وویل چې پېښه په شمالي وزیرستان کې د یکشنبې په ورځ (مۍ۲۶) شوې ده. میرمن اعجاز وايي د پي ټي ام غړي جلسې ته روان وو چې برید پرې شوی. د هغې په وینا پدې برید کې "۴۰ نور ټپيان" شوي.

خو د پاکستان پوځ په یوې اعلامیې کې تور لګولی دی چې د پي ټي ام غړو د شمالي وزیرستان د بویا په سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې برید کړی چې د "ترهګرو د یو مشکوک" همکار د خوشې کولو لپاره پر امنیتي ځواکونو فشار راوړي.

دوی وايي د پي ټي ام د غړو په دغه برید کې پنځه امنیتي سرتیري ژوبل شوي دي.

خو د امریکا غږ سره په خبرو کې ثنا اعجاز دا تورونه رد کړل او وویل چې د پاکستان ځواکونو د پي ټي ام ځينې غړي نیولي هم دي. په برید کې د پي ټي ام یو مشر محسن داوړ هم ژوبل شوی دی.

ثنا اعجاز سره د اشنا ټلویزیون بشپړه مرکه دلته وګورئ

Your browser doesn’t support HTML5

د پي ټي ایم پر غړو د پاکستاني پوځیانو ډزې