د قطر د سولې غونډه وځنډېده

د سولې په اړه د افغان پلاوي او طالبانو ترمنځ ناسته چې ټاکل شوې وه د روانې اپرېل میاشتې پر ۱۴مه او ۱۵مه په قطر کې تر سره شوې وای، پنځه ورځې ځنډېدلې ده.

د ولسمشر غني په مشرۍ له سیاسي او جهادي ډلو څخه تشکیل شوي د «پخلایني عالي شورا» د چهارشنبې په ورځ پخپلې دوهمې ناستې کې پرېکړه وکړه چې دغه «بین الافغاني» ناسته به د روانې میاشتې پر ۱۹مه نېټه تر سره شي.

ټاکل شوې وه چې د دغه شورا په نننۍ غونډه کې د مذاکراتي ټېم غړي اعلان شوي وای، خو مسؤلینو یې ویلي چې د دغه مذاکراتي ټېم غړي به راتلونکې اونۍ اعلان شي.

نن چهارشنبه د «وري میاشتې پر ۲۱مه»له طالبانو سره د «پخلایني عالي شورا» په اعلامیه کې ویل شوي، چې د دغه شورا کاري کمېټې"د پخلایني عالي شورا د رهبرۍ د غړو پر تکمیلولو، د بین الافغاني خبرو لپاره د حکومتي پلاوي ټاکلو او د دولت لخوا رسمي پلاوي پر ټاکلو باندې کار کوي."

د دغې شورا په وینا ټاکل شوې د دغو کمېټو کار د شنبې په ورځ پای ته ورسیږي او د«پخلاینې عالي شورا» به په دې اړه خپل وروستۍ پرېکړه وکړي.

طالبانو تر دې مخکې ویلي چې که په دغه ناسته کې حکومتي کسان ګډون کوي، له هغوی سره به د حکومت د استازي په توګه خبرې ونه کړي.