د قطر امیر الشرع ته: سوریه کې پراخ بنسټه حکومت جوړول بیړنۍ اړتیا ده

د قطر امیر تمیم بن حمد آل ثاني د ۲۰۲۵ د جنورۍ ۳۰ د سوریې له موقت ولسمشر احمد الشرع سره په کتنه کې

د قطر امیر تمیم بن حمد آل ثاني د پنجشنبې په ورځ جنورۍ ۳۰ (سلواغې ۱۱) د سوریې له موقت ولسمشر احمد الشرع سره په کتنه کې پدې هیواد کې د یو ټول شموله حکومت د جوړولو پر بیړنۍ اړتیا ټینګار وکړ.

د هیت التحریر الشام په مشرۍ د ایتلاف لخوا د بشار الاسد د رژیم له نسکوریدو وروسته سوریې ته د یو هیواد د یو مشر لومړنی سفر دی.

احمد الشرع چې د سوریې د هیت التحریر الشام ډلې مشري یې کوله، پرون د یوې نامعلومې انتقالي دورې لپاره د سوریې د موقت ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د قطر د حکومت په بیان کې راغلي دي چې د دغه هیواد امیر د موقت ولسمشر په توګه د الشرع د انتصاب کیدو له امله د مبارکۍ ویلو په ترڅ کې په سوریې کې د ثبات د ټینګښت او د بیارغونې، پراختیا او سوکالۍ پروژو د پرمخ بیولو لپاره "د ټولو طبقو د یو استازي حکومت د جوړولو" په بیړنۍ اړتیا ټینګار وکړ.

د سوریې نویو مقاماتو د چهارشنبه په ورځ وویل چې دوی الشرع ته د یوې انتقالي مقننه قوې د جوړولو دنده هم سپارلې ده. هغوی د بشار الاسد په نسکورولو کې د ټولو ښکیلو وسله والو ډلو او همداشان ددې هیواد د پخواني پوځ د ړنګیدو اعلان وکړ.

د سوریې د بهرنیو چارو موقت وزیر اسد الشیباني ویلي، له قطري پلاوي سره یې خبرې د دغه هېواد د بیارغونې په اړه دي، چې په نږدې ۱۴ کلنه کورنۍ جګړه کې ویجاړ شوی دی.

شیباني د قطر د بهرنیو چارو له وزیر محمد الخلیفي سره په یوې ګډې خبري غونډې کې وویل، "موږ د بیارغونې په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر جامع چوکاټ خبرې وکړې."

هغه وویل چې د دوی خبرې "د زیربنا ... پانګوونې او بانکدارۍ خدماتو په شمول مهم سکتورونه پوښي او د اقتصاد، روغتیا او تعلیم ښه کولو لپاره لاره هواروي".

د نورو عربي هیوادونو برخلاف قطر د بشار الاسد په مشرۍ له سوریې سره ډیپلوماتیکې اړیکې ونه رغولې، او یو له لومړنیو هیوادونو څخه و چې د بشارالاسد د رژیم په وړاندې د وسله وال پاڅون ملاتړ وکړ.

خلیفي "د انقلابي مرحلې د پای ته رسیدو او د حکومت جوړولو پړاو ته د لیږد په اړه" د سوریې د مقاماتو د چهارشنبې د ورځې د اعلامیې هرکلی وکړ. هغه وویل دوحه به "په ټولو بشردوستانه او خدماتي او همدارنګه زیربنا او بریښنا کې" اړین ملاتړ ته دوام ورکړي."

د روانې میاشتې په پیل کې د قطر صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني دمشق ته د سفر پر مهال ژمنه وکړه چې د سوریې د بنسټیزو تاسیساتو د بیارغونې ملاتړ به وکړي.

هغه وویل، دوی د دغه هېواد له چارواکو سره سوریې ته د ۲۰۰ میګاواټه برېښنا د برابرولو او په تدریجي ډول د تولید پر زیاتولو هوکړه کړې ده.

له ترکیې وروسته قطر دویم هېواد دی چې د بشارالاسد له نسکورېدو وروسته یې په دمشق کې خپل سفارت بېرته پرانیست او پر سوریې یې د بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه وکړه.