د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: امریکا په سوریې کې د ترکیې د پوځي عملیاتو د مخنیوي لپاره یوه حل لاره جوړوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن د فرانسې په پلازمینه پاریس کې د یوې خبرې ناستې پر مهال (د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ اتمه)
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن د فرانسې په پلازمینه پاریس کې د یوې خبرې ناستې پر مهال (د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ اتمه)

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن، ویلي چې واشنګټن پر داسې یو حل لارې کار کوي چې د ناټو غړی هېواد، ترکیه، د سوریې پر کردي ځواکونو د پوځي عملیاتو له ترسره کولو څخه را وګرځوي.

بلینکن د چارشنبې په ورځ، جنورۍ ۸مه (مرغومي ۱۹مه) په پاریس کې خبریالانو ته وویل، چې ترکیه د سوریې دننه د کردستان د کارګرانو ګوند (پي کې کې) د سخت دریځو له شتون څخه "مشروع اندېښنې" لري. هغه د داسې حل لارې غوښتنه وکړه چې د سوریې څخه د "بهرنیو ترهګرو جګړه‌ مارانو" ویستل پکې شامل وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل: "دا یوه اوږدمهاله پروسه ده، خو هغه څه چې هېڅ ډول مثبت پایله نه لري، دا دي چې په سوریه کې د جګړې پېښېدو شاهد واوسو. موږ په کلکه هڅه کوو چې ډاډ ترلاسه کړو چې داسې څه ونشي."

د بلینکن د دې څرګندونو یوه ورځ وړاندې، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، هاکان فیدان، خبرداری ورکړی و چې که په سوریه کې کردي ځواکونه د انقرې شرایط ونه مني، پر هغوی به پوځي عملیات وکړي.

فیدان د سي ان ان ترکي څانګې سره په مرکې کې وویل چې په سوریه کې د خلکو خوندیتوب قطعې په نامه کردي ملیشو په خلاف به "لازم اقدامات" وکړي او د یوې پوښتې په ځواب کې د وضاحت لپآره یې وویل چې "نظامي عملیات" به یې پر ضد وکړي.

د ترکیې دې تر ټولو لوړ پوړي دیپلومات زیاته کړه: "هغه نړیوال جګړه ماران چې د ترکیې، ایران او عراق څخه سوریې ته تللي، باید په سمدستي توګه ووځي. مونږ پدې هکله هیڅ چمتوالی او نیت ندی لیدلی او انتظار کوو".

په سوریه کې امریکا د کردي ځواکونو تر شا ولاړه ده، خو انقره بیا وایي چې د(واي پي جي) په نامه کردې ملیشې د کردانو کارګر ګوند یا پي کې کې سره اړیکې لري چې د کالونو راهیسې د ترکیې د حکومت په خلاف وسله وال بغاوت کوي.

د کردي ډلو دیموکراتیک ځواکونه په تېره یوه لسیزه کې د داعش پر وړاندې د مبارزې لپاره د امریکا متحدین پاتې شوي دي.

په داسې حال کې چې په امریکا کې نوي حکومت د واک د سپارلو لپاره لږ وخت پاتې دی، بلینکن هیله څرګنده کړه چې د امریکا نوی ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د داعش پر وړاندې د مبارزې لپاره "قوي لیوالتیا" ولري.

هغه وویل: "د دې کار یوه مهمه برخه د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو ملاتړ دی ترڅو هغه کار ته دوام ورکړي چې له اوږدې مودې راهیسې یې ترسره کوي."

بلخوا، د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، ګییر پیدرسن، په سوریه کې د اسلامپالو په مشرۍ د سرپرست حکومت مشرتابه ته خبرداری ورکړی چې هر ډول تېروتنه کولای شي د واک د انتقال بهیر له ګواښ سره مخ کړي.

نوموړي پر دې ټکې په ټینګار سره چې نړیواله ټولنه راتلونکې ګام سم پورته کړي‌، د امنیت په شورا کې وویل: "هغه پرېکړې چې نن ترسره کېږي، د سوریې راتلونکي اوږدمهاله برخلیک ټاکي. لوی فرصتونه او ريښتنې ګواښونه شته دي."

دغه څرګندونې پداسې حال کې کیږي، چې د هیئت تحریر الشام په مشرۍ وسله والو ځواکونو د ډسمبر په ۸مه نېټه د سوریې ښارونه یو په بل پسې ونیول او د پلازمینې دمشق په نیولو سره یې د بشارالاسد حکومت نسکور کړ.

په ورته وخت کې د هیئت تحریر الشام مشر، احمد الشرع، د وسله‌ والو ډلو د یووالي هڅې پیل کړې دي او ژمنه یې کړې چې د هیئت تحریر الشام په ګډون به ټول وسله‌والې ډلې، د سوریې د ملي ځواکونو سره يوځای کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG