د برتانیا د سسیکس کرکټ لوبډلې یوار بیا د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له سپینر لوبغاړي راشد خان سره قرارداد وکړ .
ددې قرار داد په ساس به راشد خان په راتلوونکي ٢٠٢١ کې د ویټالټي بلاسټ شل اوریزو سیالیو کې ورته ولوبیږي.
د سسیکس روزونکي جیمز کېرټلي ویلي دي: "دا ښه خبره ده چې راشد خان بیا له موږ سره یو ځای کیږي. هر ټيم غواړي چې راشد خان یې لوبغاړی وي. راشد خان د نړۍ یو غوره او د کرکټ پېژندل شوی ستوری دی. په دې هیله چې راشد خان له موږ سره په میدان او له میدان د باندې ( اف پچ او آن پچ) مرسته وکړي چې ښه ولوبېږو."
Rash is BACK! 🙌Sussex Cricket is delighted to confirm the return of @RashidKhan_19 for next year’s Vitality Blast:
— Sussex Cricket (@SussexCCC) November 9, 2020
راشد خان هم له یادې لوبډلې سره خپل قرارداد تائید کړی او په دې اړه خوښي ښودلې ده.
نوموړ تر دې مخکې هم له سسیکس ټيم سره و. هغه د برتانیا په تیرو سیالیو کې ۲۰ ویکټې اخیستي وې.
هغه تازه د «آی پي ال» له سیالیو خلاص شو او ژر به د آسترالیا بګ بش سیالیو ته ولاړ شي. تر آی پي ال مخکې ېې سي پي ال کې لوبې کړي.