د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سېشنبې په ورځ د مارچ په لسمه (کب ۲۰) د امریکا-طالبانو د سولې د تړون پرېکړه لیک په غوڅ اکثریت تصویب کړ.
د امریکا متحده ایالاتو د فبرورۍ په ۲۹مه د قطر په پلازمینې دوحه کې له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له افغانستان څخه غوښتي چې د افغان سیاسي مشرانو، مدني ټولنې او د ښځو د استازو په ګډون د یو هراړخیز مرکچي پلاوي له لارې طالبانو سره د سولې خبرې وکړي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزد په خپل ټویټر لیکلي چې د ملګرو ملتونو پریکړه لیک پر طالبانو او افغان دولت غږ کوي چې د اعتماد جوړونې اقدامتو ته دوام ورکړي او د بین الافغاني مذاکراتو په لور چټک حرکت وکړي.
دا پریکړه لیک دا هم ښیي چې نړیواله ټولنه له افغانستان څخه د نړۍ د امنیت لپاره زموږ د تګلارې ملاتړ کوي، او د افغانانو لپاره د سولې، یووالي او خپلواکي.پریکړه لیک دلته ولولئ: https://t.co/8hMzRyYmmZ
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) March 11, 2020
په ورته وخت کې یو شمېر ډپلوماټانو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د امریکا-طالبانو په تړون کې د دوو پټو برخو په اړه له معلوماتو پرته دا تړون لاسلیک کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تېره اونۍ د (اې بي اس) له ټلویزوني شبکې سره د خبرو پر مهال وویل د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې تړون دوه محرمې برخې هم لري چې (کانګرس) ته به وړاندې شي.
ښاغلي پمپیو ویلي دا دوه محرمې برخې هغه پوځي اسناد دي چې د امریکايي عسکرو د خوندیتوب لپاره مهم دي.