د ښځو د حقونو یو شمېر مدافعانو او فعالانو د طالبانو له لوري د ځینو ښځو د اعترافاتو د ویدویوګانو خپرول په کلکه غندلي دي. دغو ښځو څه موده مخکې د طالبانو په ضد مظاهرو کې برخه اخیستې وه.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزرات له لوري په دغې خپرې شوې ویدیو کې دا ښځې ښودل کېږي چې ظاهرآ د طالبانو د مستنطقینو سوالونو ته ځوابونه ورکوي. دوی په خپلو اعترافاتو کې د ښځو د حقونو د یو شمېر بهر مېشتو مدافعانو، فعالانو او لیکوالانو عطیه مهربان، میترا مهران، زهرا موسوي،فریحه احسان، هدا خاموش او حمیرا قادري نومونه اخلي او وايي چې دوی مظاهرو ته هڅولې دي.
دا لا معلومه نه ده چې طالبانو د دغو ښځو څخه په زوره اعتراف اخیستی که په رضا. د افغانستان د مخکني حکومت یو شمېر چارواکو، د ښځو د حقونو مدافعانو او نورو فعالانو د طالبانو دا کار او دا ډول اعتراف اخیستل په کلکه غندليدي. وایي طالبانو نیول شوې ښځې دا ډول اعتراف ته په زوره مجبورې کړې دي.
د بشري حقونو د څار د ادارې غړې هیتر بار د دا ډول اعتراف اخیستل او ویدو خپرول د بشر د حقونو نقض بللی دی . هغې د نورو خبرو تر څنګ دا خبره کړې ده چې طالبانو د دغو ښځو نیول نه منل خو اوس یې ویدیو خپره کړې ده. هغه وايي چې طالبانو دغو ښځو ته د وکیل لرلو حق نه دی ورکړی او هغوی په جرم تورنې کړې دي.
په اتریش کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفیرې په خپل ټویټر کې په دې اړه لیکلي دي چې طالبان په دا ډول فشارونو سره د ښځو غږ نشي غلی کولای.
هغې لیکلي دي دي چې په یو مسخره امیز شکل سره د ښځو د اعترافاتو د ویدیوګانو خپرول د یوې مستبدې ډلې بې پروايي ښکاره کوي. هغې لیکلي دي چې « د افغانستان تاریخ دا ډول اعترفاتو څخه ډک دی چې د شکنجې په زور او ترهې له لارې اخیستل شوي دي» او دا ښځې په یوې وحشتاکې او ډاروونکې فضا کې د طالبانو پرې « بې پایانه بدویت» غږیږي.
۱/۱ انتشار صدا و سیمای زنان معترض در یک نمایش مضحک اعتراف، نشان از نابخردی یک گروه متوهم و مستبد دارد. تاریخ افغانستان پر از چنین اعتراف هایست که با زور شکنجه و ارعاب به دست آمده است. این زنان در فضایی چنین هراسناک و متاثر از بدویت بی پایان طالبانی سخن میگویند و ناگزیرند گپ های
— Manizha Bakhtari (@BakhtariManizha) February 21, 2022
د ښځو د حقونو د ځینو فعالانو سربېره د افغانستان ځینو سیاسي څېرو هم د طالبانو دا کړنه غندلې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو یو پخواني وزیر رنیګن دادفر سپنتا هم په افغان ښځو باندې د طالبانو د فشارونو په اړه ټویټ کړی دی.
نوموړي لیکلي دي: « د هېواد د تښتول شویو ښځو د اعترافونو ویدو مې ولیدله. دا د نړۍ په تاریخ کې لومړی ځل نه دی چې حاکمان له خپلو خلکو څخه د شکنجې او ترهې په زور اعتراف اخلي او هغوی پښمانۍ ته مجبوروي. خو په دا ډول هرې پېښمانۍ کې، د استبداد او تاریخي بدویت په ضد د نفرت یوه نړۍ پټه ده.»
ویدیوی اعترافهای بانوان ربوده شدهٔ کشور را دیدم. این بار نخست در تاریخ جهان نیست که حاکمان از شهروندان معترض به زور شکنجه و ارعاب اعتراف میگیرند و آنها را وادار به پشیمانی میکنند.اما در هر ابراز ندامتی از این دست، جهانی از نفرت در برابر استبداد وبدویت تاریخی نهفته است.
— Dr. Rangin Dadfar Spanta- دکتور رنگین دادفر سپنتا (@DrDadfarSpanta) February 21, 2022
د افغانستان د ولسي جرګې مخکنۍ غړې فوزیه کوفي هم د طالبانو دا کار غندلی دی. هغه چې په خپله هم د ښځو د حقونو یوه فعاله بلل کېږي، لیکلي دي چې طالبانو د ښځو له موجودیت څخه ډارېږي.
میرمن کوفي لیکلي دي: «د اجباري اعتراف اخیستل او د ښځو د داسې تصویر خپرول چې شخصیت او حرمت یې زیانمنوي، جرم دی. تاسو زما د هېواد له ښځو څخه د انساني ژوند حق اخیستی او تمه لری چې څوک دې اعتراض نکوي؟ تاسو چې د معترضو ښځو څخه ډار شوي یاست او له هرې ممکنې وسیلې څخه د هغوی د بې اعتباره کولو هوډ لری، دا د ښځو د قوت په مانا دی.»
اخذ اعتراف اجباری ، نشر تصویر زن به نحویکه به شخصیت و حرمت زنان صدمه وارد کند جرم است. شما حق زندگی انسانی را از زنان کشورم گرفته اید و توقع دارید کسی اعتراض نکند ؟ شما که از زنان معترض ترسیده اید و به هر وسیله ممکن در قصد بی اعتبار ساختن آنها هستید، به معنی قوت زنان است .
— Fawzia Koofi (@FawziaKoofi77) February 21, 2022
طالبان داسې مهال دا ویدیوګانې خپروي چې څه موده مخکې یې د څلورو ښځینه فعالانو له ترې تم کېدو وروسته یې ویل چې د هغوی په اړه معلومات نلري، خو څه موده مخکې یې پرېښودلې.
په همدې حال کې د دغو ویدیوګانو له خپرېدو دا هم معلومیږي چې یو شمېر ښځینه فعالانې لا هم د طالبانو په توقیف کې دي. د طالبانو له راتګ وروسته، یو شمېر ښځو د کار، تحصیل او نورو اساسي حقونو لپاره مظاهرې وکړې او له طالبانو یې په کلکه وغوښتل چې دوی ته خپل حقوق ورکړي.
طالبانو د دغو مظاهرو مخه ونیوله، مظاهرې یې بندې او ځینې ښځې یې ونیولې. ملګرو ملتونو او د بشر حقونو سازمانونو په وار وار له طالبانو غوښتي چې د ښځو د کار او تعلیم حقونه ورکړي. طالبانو د نجونو ابتدايه او متوسطه ښوونځي پرانیستیاو عالي لیسې لا هم تړليدي.
دا په داسې حال ده چې طالبان هڅه کوي نړیوال قانع کړي چې حکومت یې په رسمیت وپېژني.