خيبر پښتونخوا کې پر پوليسو بريدونه ولې زيات شوي؟

د راپور له مخې د خيبر پښتونخوا په ایالت کې د روان ۲۰۲۴ کال د پیل څخه د اګست ترمیاشتې پورې په وسلوالو بريدونو کې ۷۶ پوليس وژل شوي دي.

د خيبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد پوليسو ادارې په خپل تازه راپور کې ويلي چې په دغه ایالت کې د روان ۲۰۲۴ کال د اګست تر مياشتې پورې په وسلوالو بريدونو کې ۷۶ پوليس وژل شوي دي.

دغې ادارې ادعا کړې چې بل خوا په همدې موده کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس د پوليسو په هدفي عملياتو کې ۱۴۸ وسلوال وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دا وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې پر پوليسو بريدونه زيات شوي دي.

په پېښور کې د اګست پر ۱۶مه (زمري ۲۶) د پولیسو د ګزمې پر يو موټر رېموټ کنټرول بمي چاودنه وشوه چې په نتيجه کې يې دوه پوليسان او درې ولسي وګړي ژوبل شول.

تر دې دوه رځې وړاندې د خيبر پښتونخوا په باجوړ، سوات، جنوبي وزيرستان، کوز دير، خيبر او شانګله کې په جلا جلا وسلوالو بريدونو کې لږ تر لږه درې پولیس ووژل شول.

دا چې پر پوليسو بريدونه ولې زيات شوي او ولې هغوی زيات په نخښه کېږي، د سياسي او امنيتي چارو شنونکي عیسی خان ترين امريکا غږ اشنا ته وويل چې پوليس په ولس کې دننه کار کوي او په لارو کوڅو کې ولاړ وي نو د وسلوالو لپاره د هغوی په نخښه کول نسبتاً اسان وي.

هغه وويل: "د پوليسو اساسي کار د ترهګرۍ خلاف جنګ نه دی بلکې هغوی په ټولنه کې د جرايمو د مخنيوي او د قانون پلي کولو لپاره روزل شوي وي. بل خوا پوليس هغسي وسلې او تجهيزات نه لري چې د ترهګرو خلاف وجنګېږي يا د هغوی موثره مخنيوی وکړي."

ترين زياته کړه چې پوځ او سرحدي ځواکونه له ولس څځه ليرې په خپلو مرکزونو يا چاوڼيو کې وي، نو د وسلوالو ډېر زور نه ورباندې رسېږي، خو د هغه په وينا د پوليس تاڼې او دفترونه بيا د ښار په منځ کې وي چې په اسانه هدف ګرځېدای شي.

د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر د اطلاعاتي چارو سلاکار محمد علي سیف د جولای پر ۲۵مه په پېښور کې يوې خبري غونډې ته ويلي وو چې حکومت د پولیسو د وړتیاوو زیاتولو او ورته د وسلو، مرمۍ ضد واسکټونو، موټرانو او نورو تجهيزاتو ورکولو لپاره څه باندې درې ميليارده روپۍ ځانګړي کوي.

هغه زياته کړې وه: "په خیبر پښتونخوا کې چې د ترهګرو خلاف څومره عمليات کېږي، په هغو کې به پولیس مخکې وي او پوځ به یې شا ته ولاړ وي."

د خيبر پښتونخوا د پوليسو پخوانی مشر اختر علي شاه بيا وايي تر څو چې پوليسو استخباراتي او جنګي توان نه وي پيدا کړی، تر هغو د وسلوالو بريدونه نه شي کمېدلای.

نوموړی زياتوي: "د پوليسو، پوځ او نورو امنيتي ادارو استخباراتي نظام داسې په کار دی چې هغوی ته معلومات وي چې مخالف يې څوک دی او چيرې پټ دی؟ تر هغه وخته امن نه شي راتلای او د وسلوالو بريدونو نه شي کمېدلای، تر څو چې استخباراتي نظام موثر شوی نه وي."

اخترعلي شاه وايي، پوليس بايد د دفاعي حالت تر څنګ تهاجمي عمليات هم وکړي او د هغه په وينا دا کار هغه وخت کېدای شي چې هغوی د هدف (وسلوالو) په اړه خبرتيا ولري.