د کندهار معروف کې د پولیسو مرګ ژوبلې په اړه ضد او نقیض راپورونه

پېښه د ډيورنډ فرضي کرښې ته نژدې د معروف ولسوالۍ په یوه امنيتي مرکز کې د ننه رامنځته شوې.

د کندهار امنیتي چارواکي وايي، تیره شپه د دغه ولایت په معروف ولسوالۍ کې د پولیسو پر امنیتي پوستو د طالبانو په برید کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پېښه تیره شپه د ډيورند فرضي کرښې ته نژدې د معروف ولسوالۍ په یوه امنيتي مرکز کې دننه رامنځته شوې.

د کندهار د پوليسو ویاند څارمن جمال بارکزي نن سې شنبه مې ۱۹(غويي۳۰) امریکا غږ ته وویل چې په دې اړه بشپړه جزئیات به وروسته له رسنیو سره شریک شي.

ده وويل: "د معروف ولسوالۍ په اړه به اوس یوازي دومره ووایو چې هلته جګړه شوې او د نفوذي برید په اړه معلومات تر اوسه نه دي را رسیدلي تلفات دواړو لورو ته اوښتي خو وروسته به يې جزئیات شریک شي."

خو یوې امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي امریکا ته وويل چې تیره شپه د ولسوالۍ په «توغړي» سیمه کې لومړی نفوذي برید شوی او وروسته وسله والو طالبانو د یادي سیمې پر امنيتي مرکز ډله ییز برید کړی.

سرچینې زیاته کړه چې په نفوذي برید او وسله واله جګړه کې ټولټال پنځه پوليس وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي.

خو وسله والو طالبانو بیا رسنیو ته په یوه لیږلي بیان کې ادعا کړې چې ۳ تنو نفوذي ملګرو يې د توغړي په امنیتي مرکز کې داخلي برید کړی او ۱۸ امنیتي کسان يې وژلي.

معروف د کندهار له مرکز څخه ۱۸۰ کیلو میتره لرې د ډیورند فرضي کرښې ته نژدې پرته ولسوالي ده چې تیر کال يې مرکز له خپل اصلي موقعیت څخه ۱۰ کیلو متره لیرې یوې بلي سیمي ته ولېږدول شو.

په یاده ولسوالۍ کې د امنیه قوماندانۍ پوليس او سرحدي قواوي د امنيت چاري سمبالوي.