د هند ترټولو شتمن کس د خپل زوی واده ته ۵۰ زره کسان بللي

امباني په ۲۰۱۸ کې د خپلې لور دپاره د هند په تاریخ کې ترټولو قیمتي د واده مراسم ترتیب کړي وو چې ویل کیږي له ۱۰۰ میلیون ډالرو زیات لګښت ورباندې راغلی و.

د هند ترټولو شتمن کس موکېش امباني د خپل زوی واده ته ۵۰ زره کسان بللي چې پکې د نړۍ د ځینو سترو شرکتونو رئیسان، سیاستوال، مشهور سندرغاړي او فلمي ستوري شامل دي.

د فوربز مجلې د شمېرو له مخې، ۶۶ کلن امباني نه یوازې د هند بلکې د ټولې اسیا په کچه ترټولو شتمن کس دی چې شتمني یې له ۱۱۴ میلیارد ډالرو زیاته ده.

نوموړي د خپل کشري زوی ۲۸ کلن اننت امباني د واده د درې ورځنیو مراسمو دپاره د ګجرات ایالت په خپل پلرني ښار جمنګر کې یو مجلل معبد تازه جوړ کړی دی.

د فیسبوک رئیس مارک زکربرګ له خپلې مېرمن پریسیلا چن سره د امباني د زوی په واده کې.

د جمعې په ورځ مارچ لومړۍ (کب ۱۱)، په ورغلیو مېلمنو کې د فېسبوک رئیس مارک زکربرګ، د مایکروسافټ رئیس بیل ګېټس او د امریکا مشهوره سندرغاړې ریحانه هم شامله ده.

د هندي ورځپاڼو د راپور په اساس، ریحانې ته په دغه مراسمو کې د ګډون او سندرو ویلو دپاره نهه میلیون ډالر ورکړل شوي دي.

امریکايي سندرغاړې ریحانې ته په دغه مراسمو کې د ګډون او سندرو ویلو دپاره نهه میلیون ډالر ورکړل شوي دي.

امباني په ۲۰۱۸ کې د خپلې لور دپاره د هند په تاریخ کې ترټولو قیمتي د واده مراسم ترتیب کړي وو چې ویل کیږي له ۱۰۰ میلیون ډالرو زیات لګښت ورباندې راغلی و.

د هند ترټولو شتمن کس موکېش امباني د خپل زوی انتت امباني (له چپ نه دریم) او کورنۍ نورو غړو سره، تصویر اخیستونکو ته لاس پورته کړی دی.

د واده په نورو مشهورو مېلمنو کې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ، د سویډن پخوانی صدراعظم کارل بیلټ، د کاناډا پخوانی صدراعظم سټیفن هارپر او د بوتان پاچا شامل دي.

په دغو مراسمو کې د بالیووډ سینما ستوري امیتاب بچن او شاهرخ خان او د هند د کرکټ مشهور لوبغاړي سچن ټنډولکر او ایم. ایس. دهوني هم برخه لري.

ټاکل شوې ده چې مېلمانه د واده د مراسمو په بیلابیلو محفلونو کې برخه ولري او د یکشنبې تر ورځې دوام وکړي.