له زده کړو د نجونو د محرومولو له امله پر طالبانو د انتقادونو دوام

په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې په دغه هېواد کې له زده کړو څخه تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د محرومیت پر دوام نیوکه کړې ده.

رینا امیري د جمعې په ورځ سپټمبر نهم (وږې ۱۸) د خپل ټویټر په پاڼه افغانستان کې د نجونو د شپږم ټولګي څخه د پورته ښوونځیو بندیدو ته په اشارې ویلي، چې تر اوسه هیڅ بل کوم هیواد د نجونو د زده کړو مخه نه ده نیولې.

د ۲۰۲۱ میلادي د اګست په پنځلسمه افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسیدلو سره سم له شپږم ټولګې څخه د نجونو پورته ښوونځي تړل شوي چې له امله یې په سلګونو زره نجونې له زده کړو محرومې شوې دي.

میرمن امیري ویلي: " افغان نجونې د هغې ورځې خوب ویني چې دوی د خپلو ورونو سره بیرته ښوونځیو ته ستنې شي او په مثبت ډول د افغانستان په راتلوونکي کې ونډه ولري".

میرمن امیري دا څرګندونې د لیک لوست د زده کړو د نړیوالې ورځې په مناسبت کړي دي. د سپټمبر ۸ مه نړۍ کې د لیک لوست د زده کړو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي.

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي هم د دې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې زده کړو ته لاس رسی د بشري حقونو په اساسي حقونو کې شامل دی چې د ښاغلي کرزي په وینا ملتونه د پرمختګ او هوساینې خوا ته وړي.

ښاغلي کرزي ویلي " په دې ترڅ کې د اسلامي سرپرست حکومت څخه غواړم چې د نجونو د منځنۍ دورې ښوونځي او لیسې د نجونو زده کوونکو پرمخ پرانیځي او د وطن بچیانو ته د زده کړو او تعلیم زمینه برابره کړي ترڅو د هغوی په غښتلو مټومونږ ټول ترقۍ او نیکمرغې ته ورسیږو".

طالبانو حکومت د نړیوالې ټولنې د پرله پسې غوښتنو سره سره د شپږم ټولګې څخه د نجونوپورته ښوونځي نه دي پرانیستي. په دې وروستیو کې د پکتیا ولایت کې سیمه ییزو چارواکو او د سیمې خلکو خبریالانو ته ویلي چې په دغه ولایت کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي پرانیستل شوي دي.

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس خالقیار احمدزي د سپټمبر په شپږمه ( وږې ۱۵) امریکا غږ ته وویل چې څلور د نجونو ښوونځي ددغه ولایت په مرکز ګردیز کې او یو بل ښوونځی د څمکنیو په ولسوالۍ کې پرانیستل شوی دی.

ښاغلي احمدزي وویل، چې دا ښوونځي د سیمې د اوسیدونکو او د دغو ښوونځیو د مدیرانو له خوا پرانیستل شوي دي.

ددغو ښوونځیو د پرانیستلو وروسته د ښځو د حقونو یو شمیر فعالانو په ټولو ولایتونو کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

د فرح مصطفوي په نوم د ښځو د حقونو یوې فعالې امریکا غږ سره په مرکه کې د نجونو د ښوونځیو د تړلو څخه د انتقاد په ترڅ کې وویل چې اوس مهال د افغانستان تعلیمي نظام د یو جدي بحران سره مخ دی.

میرمن مصطفوي وویل چې دوی په ټول افغانستان کې د نجونو ښوونځیو پرانیستل غواړي او له دې نور د طالبانو حکومت نشي کولی چې نور هم د میرمن مصطفوي په وینا دا مسله یرغمل کړي.

میرمن مصطفوي د پکتیا ولایت کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو مسلې ته په اشارې وویل " دا د خلکو د قوت ښکاروندوې ده او هیله لرم چې دا په نورو ولایتونو کې هم خلکو د منظم کیدو لپاره د یو حرکت پیل اوسي تر څو په یو ډول په ټولو ولایتونو کې د نجونو ښوونځي پرانیستل شي".

افغانستان کې د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو تړل دننه په دغه هیواد او هم بهر کې تندو غبرګونونو سره مخ شوي. افغانستان کې د ښخو د حقونو فعلانو څو ځلې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره په کابل او څو نورو ښارونو کې مظاهرې او اعتراضیه غونډې کړي دي.

د تیرې اونۍ په سر کې د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتیرش ځل بیا افغانستان کې د نجونو ښوونځیو پر تړلو اندیښنه څرګنده کړې ده. هغه د سپټمبر په درییمه وویل چې افغانستان کې لا هم نجونې له ښوونځیو بهر دي چې له زده کړو د نجونو لرې پاتې کیدل د برابرو حقونو په برخه کې یوه غیر توجیه سرغړونه ده چې زیان یې ټول افغانستان ته رسیږي.