د خيبر پښتونخوا د کورمې لويې لارې پر ۱۴مه ورځ هم تړلې دي

د پاړه چينار مرکزي روغتون ډاکټرانو رسنيو ته ويلي چې د پاړه چينار او پېښور ترمنځ د لارې بندېدو او د درملو د کمي له امله تراوسه دوه ناروغان مړه شوي دي.

د خيبر پښتونخوا ايالت په قبايلي سيمې کورمه کې د اکتوبر له ۱۲ (تلې ۲۱) راهيسې لويې لارې تړل شوي او د هغې ولسوالۍ د مرکزي ښار پاړه چينار او پېښور ترمنځ د مرکزي لارې بندېدو ځايي ولس له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړی دی.

دا لار وروسته تر هغې تړل شوې چې د اکتوبر پر ۱۲د مقبلو د قوم د موټرو پر کاروان په بريد کې ۱۷ تنه ووژل شول. تر هغه وړاندې، پر همدغه ورځ وسله والو د کونج عليزوغره ته پر تليو درو کسانو ډزې کړې وې چې پکې هغوی ژوبل شوي ول. چارواکي وایي، داسې ښکاري چې دویم برید د لومړۍ پېښې په غبرګون کې شوی وي.

تر دغو بریدونو وروسته د کورمې وضعيت کړکېچن شوی دی او عام ولس له ستونزو سره مخامخ دی. په کورمه کې د تګ راتګ لارې تړل شوې او د خوړو، درملو او تېلو قلت پيدا شوی دی. بلخوا حکومت د موبایل انټرنېټ شبکې هم تړلې دي.

د پاړه چينار مرکزي روغتون ډاکټرانو رسنيو ته ويلي چې د پاړه چينار او پېښور ترمنځ د لارې بندېدو او د درملو د کمي له امله تراوسه دوه ناروغان مړه شوي دي.

بلخوا ځايي سوداګر وايي چې د لارو بندېدو د کورمې د خرلڅيو او د پکتيا د ډنډ پټاڼ ترمنځ پر تجارت او د مالونو پر لېږد رالېږد هم منفي اغېز کړی دی.

د کورمې په سده کې د مطبوعاتي کلب مخې ته ځايي وګړيو د تاوتريخوالي د مخنيوي او د لارو خلاصولو لپاره څو ځلې احتجاجونه هم کړي دي، خو د کورمې د انتظامي چارواکو او پوليسو دريځ لا مخې ته نه دی راغلی.

په کورمه کې سنیان او اهل تشيع ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمنځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسله والې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.

پر دې سربېره هلته کله نا کله د اهل تشيع او سنیانو ترمنځ د دیني مراسمو پر سر اختلافات او یا د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسله والو نښتو لامل کېږي.

په دا وروستيو کې، په کورمه کې د سپټمبر پر۲۰(وږي ۳۰) د ځمکې پر سر نښتې پیل شوې وې چې وروسته یې فرقه ییزه بڼه واخیسته او د هغې ولسوالۍ تر یوشمېر سیمو وغځېدې. په هغو نهه ورځنیو نښتو کې ۴۴ تنه وژل شوي او تر ۱۳۰ زیات ژوبل شوي ول.

هغه نښتې له اورکزیو، هنګو او کوهاټ ولسواليو څخه د ورغلیو مشرانو د جرګې په مرسته تر اوربند وروسته ودرېدې.