پر بګرام هوايي ډګر راکټي بریدونه شوي ـ چارواکي

د پروان سیمه ییزو چارواکو پر بګرام هوايي ډګر د پنځو راکټي بریدونو خبر ورکړی دی.

د چارواکو په وینا دغه راکټي بریدونه نن سهار وختي شوي دي.

د پروان ولایت ویاندې وحیدې شهکار نن شنبه ډسمبر۱۹(لېندۍ۲۹) امریکا غږ ته وویل چې ۱۲ راکټونه په یوه «سوزوکي» موټر کې ځای پر ځای شوي و چې پنځه یې پر بګرام هوايي ډګر ویشتل شوي او ۷ نور شنډ شوي.

میرمن شهکار ونه ویل چې دا راکټونه د بګرام د هوايي ډګر په کومو سیمو کې لګېدلي دي.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې راکټونو د توغولو ادعا نده کړې.

بګرام هوايي ډګر په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو یوه تر ټولو ستره پوځي اډه ده چې اکثریت پکې امریکایي ځواکونه میشت دي.

په افغانستان کې میشتو امریکایي ځواکونو برید تائید کړی او ویلي چې ۵ راکټونه توغول شوي خو مرګ ژوبله نلري.

تر اوسه پر بګرام هوايي ډګر د نننیو راکټي بریدونو مسؤلیت هم کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

په روانه میاشت پر کابل ښار هم په راکټي بریدونو کې چې په کابل کې د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر په شاوخوا کې ولګیدل، یو تن ووژل شو او دوه تنه نور ټپیان شول.