د روهنګیا ۲۴ پناه غوښتونکي په اوبو کې ورک شوي

په برما کې د پوځ له عملیاتو وروسته سلګونه زره روهنګیايي مسلمانان له خپلو کورونو څخه وتښتېدل

د مالیزیا حکومت د روهنګیا د ۲۴ مسلمانانو پناه غوښتونکو د موندلو او ژغورلو عملیات پیل کړي دي.

دغو کسانو غوښتل چې د اوبو له لارې مالیزیا ته ځانونه ورسوي او هلته پناه وغواړي چې تایلنډ ته نږدې د مالیزیا په اوبو کې ورک شوي دي.

د مالیزیا چارواکي وايي دغو پناه غوښتونکو له کښتۍ څخه اوبو ته ټوپ وهلی او هڅه یې کوله چې په لامبو د مالیزیا د لانګکاوې ټاپو ته ځانونه ورسوي.

د مالیزیا د ساحلي سیمو ساتونکي پولیس افسران وايي د ۲۵ روهنګیایانو له ډلې یې یوازې یو کس ځان ساحل ته رسولی دی.

دا کس نور حسین نومیږي او ۲۷ کاله عمر لري. پولیسو له هغه پوښتنې او تحقیقات هم کړي دي.

په برما کې چې د بودایانو ټاټوبی بلل کیږي پوځ په ۲۰۱۷ کې د اورپکو د ځپلو په نامه عملیات پیل کړل چې په ترڅ کې یې سلګونه زره روهنګیايي مسلمانان د خپلو کورونو او سیمو پرېښودو ته اړ کړل شول.

په دغو عملیاتو کې د دوی کورونه وسوځول شول او جنسي تېري هم پرې وشول او ډېر یې ووژل شول او ژوبل شول.

ملګرو ملتونو د پوځ دا عملیات نسل وژنه وبلله خو د برما پوځ یې نه مني.

له عملیاتو وروسته ډېر روهنګیایان بنګله دېش ته ولاړل او هلته په کمپونو کې اوس ژوند کوي او یو شمېر یې د اوبو له لارې مالیزیا ته د تللو هڅه کوي.