هند وايي ځیني روهنګیايي مسلمانان یې امنیت ته خطر دی

د برما د راخین په ایالت کې له تاوتریخوالي وروسته ۲۴۱زره مسلمانان تښتېدلي دي

د هند حکومت وايي له برما څخه هند ته په تښتېدلو روهنیګیايي مسلمانانو کې ځیني افراطیان هم شته چې شاید د هغه هېواد امنیت ته خطر پېښ کړي.

د دو شنبې په ورځ – سپتمبر۱۸- د هند سترې محکمې د دوو هغو روهینګیايي مسلمانانو غوښتنه واورېدله چې له هغه هېواد څخه یې د روهنیګیا د مسلمان کډوالو د وېستلو د مخنیوي په اړه یې کړې وه.

د دغې قضیې مدافع وکیل پراشانت بوشن، چې د هند د حکومت دا پرېکړه تبعیض پاروونکی دی او ښايي په هند کې د مسلمانانو په ضد حساسیت را وپاروي.

نوموړي وویل حکومت داسې هېڅ اسناد نلري چې وښيي د روهنیګیا د مسلمان کډوالو په منځ کې دي افراطیان وي. هغه وویل دا قضیه د عالي محکمې پورې مربوطه نه ده او حکومت یې په اړه باید پرېکړه وکړي.

خو د دغې قضیې څارنوال توشار مهتا وویل چې حکومت به په بلې غونډې کې په دې اړه اسناد او شواهد وښيي. اسوشیتډ پرس وايي د روهینګیا ډېر مسلمان کډوال په ۲۰۱۲ کال کې له خپل هېواد څخه تښتېدلي او لا هم په هند کې ژوند کوي.

ملګري ملتونه وايي د برما د راخین په ایالت کې د تاوتریخوالي له پیل راهېسې شاوخوا ۲۱۴زره مسلمان روهینګیایان بنګلدېش ته تښتېدلي دي. په دوې کې یې ځینې هند او پاکستان ته هم تللي دي.