د سولې خبرو پر پیلېدو د بې پولې خبریالانو سازمان ټینګار

دا په داسې حال کې ده چې د سولې په اړه خبرې دا مهال په ټپه درېدلي دي

د بې پولې خبریالانو سازمان او د ژورنالستانو او رسنیو د بنسټونو فدراسیون د "د رسنیو د آزادۍ له تضمین پرته، سوله عادلانه او تلپاتې نه ده" یو کمپاین پیل کړ او ټینګار یې وکړ، چې د افغانستان حکومت او طالبان دې د سولې مذاکرات ډیر ژر له سره پیل کړي.

د افغانستان او ایران لپاره د بې پولې خبریالانو د سازمان مسؤل رضا معیني نن چهارشنبه د سپټبر پر۱۸مه«وږې ۲۷مه» په کابل کې د یو مطبوعاتي کنفرانس پرمهال وویل، چې د افغانستان مدني ټولنه او رسنۍ کولای شي د سولې د مذاکراتو لپاره خپل شرطونه مخکې له مخکې مشخص کړي.

هغه وویل"بې له شکه هیڅ سوله او هیڅ هوکړه، چې ۱۸ کاله کوښښ د ډیرو وینه پرې تویه شوې، که وکولای شي نقض یې کړي، هغه سوله به نه عادلانه وي او نه هم تلپاتې".

ښاغلي معیني ټینګار وکړ، چې سوله کې باید د حقوقو، امنیت او ۱۸ کلونو لاسته راوړنو تضمین وشي.

د افغانستان او ایران لپاره د بې پولې خبریالانو سازمان مسؤل همدارنګه وویل، چې د سولې دواړه لوري په ځانګړې توګه طالبان باید د رسنیو او خبریالانو آزادي، د دولتونو په کچه د بشر دوستانه حقوقو رعایتول او د ژنیو کنوانسیونونو ته تعهد ولري او باید د سولې په شرطونو کې قرار ولري.

ښاغلي معیني وویل، چې طالبان باید دغه کنوانسیونونو ته خپله ژمنتیا په ښکاره توګه اعلان کړي:"موږ خبریالانو او رسنیو ته د دې ارزښت دادی چې په دې کنوانسیون کې خبریالان او رسنۍ د خلکو او غیر نظامي ځایونو په توګه اعلان شوي دي".

د بې پولې خبریالانو سازمان او د ژورنالستانو او رسنیو د بنسټونو فدراسیون وایي چې د سولې په مذاکراتو کې شفافیت وجود نه‌لري او همدارنګه د سترو قدرتونو پټ مذاکرات او د مذاکراتو د پایلو پټول هم د اندیښنې وړ دي.

له خبریالانو څخه د ملاتړ یو شمیر بنسټونه په داسې حال کې د سولې د مذاکراتو د بیا پیل غوښتنه کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې سپټمبر میاشتې په ۷ مه کابل کې د طالبانو د وروستي موټر بم له امله چې د یو امریکایي په ګډون ۱۲ تنه پکې ووژل شول په غبرګون کې له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې.

د طالبانو او امریکا تر منځ د افغان سولې په تړاو مذاکراتو نهه میاشتې دوام وکړ.