روسیې طالبانو ته مسکو کې د افغانستان په هکله راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د دغه وزارت د سرپرست امیر خان متقي سره په کتنه کې هغه ته په مسکو کې د افغانستان په تړاو په راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې، چې ددغه وزارت د مرستیال ویاند ضیا احمد تکل له خوا د شنبې په ورځ ناوخته جولای ۱۵ (چنګاښ۲۴) رسنیو ته استول شوې ویلي، چې مولوي متقي هم دا بلنه منلې ده.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "ناسته کې د روسیې سفیر د بهرنیو چارو وزیر ته د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ په راتلونکې ناسته کې د ګډون بلنه هم ورکړه. متقي صاحب د روسیې له بلنې څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې مسکو فارمټ د سیمې ترمنځ د همغږۍ په رامنځ ته کولو کې مهم رول لوبوي".

په دې اعلامیه کې د مسکو فارمټ د راتلونکې غونډې د جوړیدو نیټه نه ده ښودل شوې.

روسیې د ۲۰۲۲ کال د نومبر په میاشت کې مسکو فارمټ د غونډو د لړۍ وروستۍ غونډه د طالبانو د استازو د ګډون پرته جوړه کړې وه.

د افغانستان د حالاتو د څیړلو لپاره د مسکو فارمټ د مشورتي غونډو بهیر په ۲۰۱۷ کال کې پیل شوی دي.

په دې غونډو کې چین، هند، پاکستان، ایران، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او قزاقستان د بهرنیو چارو لوړپوړې چارواکي برخه اخلي. دمخه په ۲۰۲۱ کال کې د طالبان استازي هم دغې غونډې ته بلل شوي و.

ښاغلي متقي ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه په داسې حال کې ورکړل شوې، چې ملګرو ملتونو د طالبانو په چارواکو د سفر د محدودیتونو په برخه کې خپل موقتي لیرې شوي سهلتونه له وړاندې بیرته اخیستي دي.

ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ته په اسلام اباد کې د چین او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو ترمنځ په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره د سفر اجازه د پاکستان په غوښتنه ورکړې وه.

اوس مهال د طالبانو د حکومت د ۵۸ چارواکو نومونه د ملګروملتونو د امنیت د شورا د بندیزونو په لیست شامل دي. تیر ۲۰۲۲ کال کله چې روسیې طالبانو ته د مسکو فرمټ په راتلوونکې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې وه په لیست کې د طالبانو د چارواکو ۴۱ نومونه شامل و.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمیټې د تحلیل او څارنې ډلې د افغانستان د وضعیت په اړه په یو وروستي راپور کې چې د غبرګولي د میاشتې په شلمه یې خپور کړی و ویلي، چې طالبان د "۹۰ لسیزې انحصاري سیاستونو" ته ستانه شوي دي.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې یو ځل بیا په افغانستان واک ترلاسه کړی، خو په تیرو شاوخوا ۲۳ میاشتو کې د دغې ډلې حکومت د هیڅ کوم هیواد یا نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

خو د چین، روسیې، اروپايي ټولنې او یو شمیر ګاونډیو او سیمې د هیوادونه سفارتونه په کابل کې پرانیستي او په شمیر هیوادونو کې د طالبانو د حکومت دپلوماتان د افغانستان په سفارتونو کې کارکوي.