لاوروف:‌ لویدیځ هیوادونه د روسیې 'شتون ته ګواښ'  دی 

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د جمعې په ورځ مارچ ۳۱مه (وري ۱۱) وویل چې ددې هیواد د بهرنۍ پالیسۍ نوې ستراتیژي چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له خوا منل شوې لویدیځ د روسیې «شتون ته ګواښ» ګڼي.

لاوروف ویلي چې د روسیې د بهرنۍ تګلارې په دې نوې ستراتیژۍ کې "متحده ایالات په مستقیمه توګه د روسیې ضد احساساتو د اصلي محرک او تحریک کوونکي په توګه یاد شوي دي."

هغه زیاته کړه: "زموږ د هیواد د امنیت او پرمختګ په وړاندې د ګواښونو شتون ماهیت چې د غیر دوستانه دولتونو د کړنو له امله ترسره کیږي، په رسمیت پیژندل شوی."

دغه ۴۲ مخیز سند د نړۍ په اړه د روسیې په نظر کې بدلونونه په ګوته کوي، په ځانګړې توګه له لویدیځ سره مخ په زیاتیدونکي مقابله په ډاګه کوي؛ هغه مقابله چې له پخوا څخه تنظیم شوې.

دغه سند متحده ایالات "نړیوال ثبات ته اصلي ګواښ او د روسیې ضد کرښې محرک" بللی، خو په عین حال کې یې ټینګار وکړ چې مسکو له واشنګټن سره د "سوله ییز ژوند او د ګټو د انډوال" په لټه کې دی.

لاوروف د روسیې د امنیت شورا په یوه ټلویزیوني غونډه کې وویل چې د هېواد د نوې پالیسۍ ستراتیژي مشخصه کړې چې روسیه څنګه کولای شي "د روسیې پر وړاندې د غیر دوستانه اقداماتو په ځواب کې متقارن او غیر متقلرن اقدامات وکړي."

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې لویدیځ هڅه کوي د روسیې د کمزوري کولو لپاره له هرې ممکنې لارې د "ترکیبي جګړې" څخه کار واخلي.

پدې ترڅ کې ولسمشر پوتین ویلي دي چې د هیواد د بهرنۍ تګلارې بدلول یوه ضروري اړتیا ده، ځکه د هغه په وینا روسیه د نړۍ په سطحه د تعامل لپاره له « بنسټیزو بدلونونو» سره مخامخ ده.

پر اوکراین د روسیې له پوځي یرغل وروسته له روسیې سره د لوېدیځو هېوادونو او په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو اړیکې ډېرې ترینګلې شوې دي. روسیه پر اوکراین خپل پوځي یرغل «ځانګړي عملیات» ګڼي، خو اوکراین او د هغه لویدیځ متحدین د روسیې دغه اقدام د یو خپلواک دولت پر وړاندې د بشپړې جګړې په توګه بولي.

د روسیې له پوځي یرغل وروسته چې د ۲۰۲۲ میلادي کال د فبرورۍ په ۲۴مه پیل شو، لویدیځو هېوادونو په تېره بیا امریکا له اوکراین سره لسګونو میلیارده ډالرو پوځي او ملکي مرستې کړې څو دغه هېواد وکولای شي د روسیې د پوځي یرغل په وړاندې له ځانه دفاع وکړي.