د پکتیکا د سروضې ولسوالۍ امنیه قوماندان ماین چاودنه کې وژل شوی

څارمن جمعه شاه د سروضې ولسوالۍ وژل شوی امنيه قوماندان

د پکتيکا پوليس وايي چې د دغه ولايت د سروضې ولسوالۍ امنيه قوماندان د سړک غاړې په يوه بمي چاودنه کې وژل شوی دی.

د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند شاه محمد آرين نن چهارشنبه مۍ پنځمه (غوايي ۱۵) امريکاغږ ته وويل چې قوماندان څارمن جمعه شاه تېره شپه شاوخوا دوې بجې تر بريد لاندې امنيتي پوستو ته د مرستې لپاره روان و،‌ موټر يې له بمي بريد سره مخ شوی دی.

ښاغلي آرين وويل چې په دغه بمي بريد کې په خپله امنيه قوماندان جمعه شاه وژل شوی او درې ساتونکي يې ټپيان شوي، چې روغتيايي حالت يې ښه ښودل شوی دی.

نوموړي زياته کړه، چې د يادې ولسوالۍ د «ديوانه بابا» د سيمې پر امنيتي‌ پوستو د بريد په نتيجه کې چې امنيه قوماندان يې د مرستې لپاره ور روان و،‌ وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو زیاته یې کړه چې کره شمېر به یې وروسته شریک شي.

چارواکي وايي، چې څارمن جمعه شاه د تېرې څه مودې راهيسې د سروضې ولسوالۍ د امنيه قوماندان په توګه دنده ترسره کوله.

دا په داسې حال کې ده، چې لس ورځې مخکې هم د پکتيکا د وازیخواه ولسوالۍ امنیه قوماندان څارمن محمد الرحيم اباسين په یوه برید کې ووژل شو.

د پکتیکا د سر روضې ولسوالۍ پر امنیه قوماندان جمعه شاه د چاودنې مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.