تهران کې د سعودي سفارت له اوو کالو وروسته بیا کار پیل کړ – ایرنا

په تهران کې د سعودي عربستان سفارت

د ایران دولتي رسنیو د چهارشنبې په ورځ اګست نهمه (زمري ۱۸) راپور ورکړ چې په تهران کې د سعودي عربستان سفارت چې د اړیکو د خرابۍ په وجه اوه کاله بند و، خپل فعالیت بیا پیل کړ.

ایران او سعودي عربستان د چین په منځګړیتوب د مارچ په میاشت کې د یوې معاملې وروسته د دپلوماتیکو اړیکو د بیا پیلولو او د خپلو سفارتونو د بیا پرانستلو موافقه وکړه.

دغو دوو اوږدمهاله سیمه ییزو سیالانو په ۲۰۱۶ کې وروسته له هغې اړیکې پرې کړې چې د ریاض له لورې د شیعه عالم نمر النمر د اعدامولو په اعتراض کې په ایران کې د سعودي پر دپلوماتیکو ماموریتونو برید وشو.

د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا د ایران د بهرنیو چارو په وزارت کې د یوې باخبرې سرچینې په حواله ویلي چې: "د ایران په اسلامي جمهوریت کې د سعودي عربستان سفارت د یکشنبې له ورځې راهیسې په رسمي ډول خپل فعالیت پیل کړی دی."

د دې اقدام په اړه ریاض تر اوسه کوم رسمي تائید نه دی خپور کړی.

د جون په میاشت کې، ایران په ریاض کې د خپل سفارت په سر د بیرغ د پورته کولو په مراسمو سره خپل کار بیرته پیل کړ.

ایراني رسنیو تر دې مخکې د سعودي د سفارت د بیا پرانستلو د ځنډ لامل د هغې ودانۍ خراب حالت بللی و چې د ۲۰۱۶ کال د مظاهرو پر مهال ویجاړه شوې وه.
هغه مهال رپوټونو ویلي وو چې سعودي دپلوماتان به ددې ودانۍ د کار تر بشپړیدو پورې د ایران په پلازمینه کې په یو لوکس هوټل کې کار وکړي.
د ریاض او تهران ترمنځ په بیجینګ کې د مارچ له معاملې راوروسته، سعودي عربستان د ایران له متحد هیواد سوریې سره اړیکې بېرته ټینګې کړې او په یمن کې یې د سولې لپاره هلې ځلې ګړندۍ کړې؛ چیرې چې له کلونو راهیسې یې د ایران په ملاتړ د حوثي ځواکونو پر ضد د پوځي ایتلاف مشري کړې ده.
ایران او سعودي عربستان له کلونو راهیسې په منځني ختیځ کې د جګړې په سیمو کې د مخالفو خواوو ملاتړ کړی دی.

ددې سره سره ایران پدې وروستیو میاشتو کې له سعودي عربستان او کویټ سره د ګازو د یوې لانجمنې ساحې د ملکیت پر سر په اختلاف کې ګیر دی.

سعودي عربستان او کویټ د اګسټ په دریمه (زمري ۱۲) ویلي وو چې د ګازو هغه لانجمنه ساحه د دوی مالکیت دی چې ایران یې د ملکیت ادعا کړې او ویلي یې دي چې پدې ساحه کې به د ګازو سپړنو ته دوام ورکړي.

دغه سمندري ساحه چې په ایران کې د آرش په نوم او په کویټ او سعودي عربستان کې د دورا په نوم پیژندل کیږي، له اوږدې مودې راهیسې ددغو دریو هیوادونو ترمنځ د شخړې اصلي نقطه ده.

کویټ او سعودي چارواکو په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې، "یوازې دوی په دې سیمه کې د زیرمو د استخراج بشپړ حق لري."

د سعودي د رسمي خبري اژانس (SPA) له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د خلیج دوو عربي هیوادونو د مسئلې د حل لپاره د خپلو سمندري سرحدونو د ټاکلو په خاطر "د ایران اسلامي جمهوریت ته خپلې پخوانۍ او تکراري غوښتنې تازه کوي چې خبرې وکړي."

ایران او کویټ له څو کلونو راهیسې د خپلې لانجمنې سمندري سرحدي سیمې په اړه چې د طبیعي ګازو بډایه زیرمې لري، ناکامې خبرې کړې دي.