مایک پمپیو سعودي ته تللی؛ پر ایران او قطر غږیږي

ښاغلی پمپیو د سعودي د بهرنیو چارو له وزیر عادل جبیر سره

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو خپل لومړنی رسمي سفر له منځني ختیځ څخه پیل کړ.

ښاغلي پمپیو هڅه کوي چې د ایران پر ضد نړیواله قوي همغږي رامنځ ته کړي. نوموړي سعودي ته ډاډ ورکړی چې له ایران سره به د ۲۰۱۵ کال اتومي تړون یا ختموي او یا به د ایتلافیانو په مرسته به اصلاح کوي.

په تړون کې ایران ومنله چې اتومي وسلې به نه جوړوي او د نړۍ زبر ځواکو هېوادونو ومنله چې پر ایران به لګېدلي بندیزونه ختموي. خو ولسمشر ټرمپ د دغه تړون کلک مخالف دی او له خپلو اروپايي ملګرو او د تړون له برخوالو یې غوښتي چې پر تړون بیا کتنه وکړي او اصلاح یې کړي.

ریاض ته د ښاغلي پمپيوله له رسېدو لږ مخکې د ایران له ملاتړه برخمنو شیعه حوثي یاغیانو له یمن څخه پر سعودي عربستان د توغندیو ګوزار وکړ چې لږ تر لږه یې یو کس یې وواژه او یو شمېر نور یې ژوبل کړل.

رویټرز خبري اژانس وايي دا هغه څه دي چې امریکايې چارواکي یې په سیمه کې د ایران مخ پر زیاتېدونکی خطر او ګواښ ګڼي. امریکايي چارواکي ایران تورنوي چې حوثي یاغیانو ته میزایل او نورې وسلې ورکوي.

ښاغلي پمپیو د سعودي د بهرنیو چارو له وزیر عادل الجبیر سره په مختصر ډول خبریالانو ته وویل چې ایران سیمه نا امنه کوي.

نوموړي د یکشنبې په ورځ (۲۹اپریل) د سعودي له پاچا سلمان سره ولیدل او له هغه یې وغوښتل چې له قطر سره خپل دیپلوماتیک روابط بیا ورغوي.

بحرین، مصر او متحده عرب اماراتو له قطر سره دیپلوماتیک روابط شلولي دي.

دغه هېوادونه قطر له ایران او ځینو اورپکو سازمانو سره د نژدې اړیکو په لرلو او پاللو تورنوي. ښاغلي پمپیو هڅه کوي چې د سعودي مشرۍ د خلیج دغه عرب هېوادونه له قطر سره روابط عادي کړي.