د امریکا په فلورېډا ایالت کې ډزې شوي، لس کسان ټپيان دي

د امریکا د فلوریډا ایالت په میامي ښار کې پولیسو د جمعې په ورځ جنورۍ ۶ مه (مرغومي ۱۶) وویل چې د پنجشنبې په شپې ددغه ایالت په یو رستورانت کې د ډزو په پایله کې ۱۰ تنه ټپیان شوي دي.

د پولیسو په وینا دا ډزې په ځايي وخت د شپې اته بجې د لیکینګ په نامه یو رستورانت ته څېرمه شوې دي. یو عیني شاهد ویلي چې ۱۲ ډزې یې اوریدلي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، په دې ډزو کې لس کسان ټپیان شوي. پولیسو د څو کسانو ټپي کېدل تائید کړي دي خو دقیق شمېر یې نه دی په ډاګه کړی. په دې ډزو کې څوک نه دي وژل شوي او د ټپيانو د حالت په اړه تر اوسه کره معلومات نشته.

د میامي هیرالډ په نوم امریکايي ورځپاڼې خبر ورکړی، چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي. دې ورځپاڼې د جمعې په سهار خبر ورکړ چې د پنجشنبې د شپې د ډزو په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي.

یو امنیتي چارواکي میامي تلویزیون ته وویل چې دوی په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي ویډیوګانې او همدارنګه د څارنې کیمرې پلټي چې بریدګر وپیژني.

دا ډزې یوه ورځ وروسته له هغې وشوې چې د یوټا ایالت چارواکو وویل، پولیسو د جنورۍ په څلورمه د چهارشنبه په ورځ په ایناک ښارګوټي کې په یو کور کې د پنځو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ د اتو غړو جسدونه وموندل.

په متحده ایالاتو کې په تیرو دریو لسیزو کې د وسلې اړوند تاوتریخوالی مخ په زیاتیدو دی او د وسله وال تاوتریخوالی د آرشیف ویب پاڼې په وینا، د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د جنورۍ تر شپږمې نیټې پورې په ټول هیواد کې په وسله وال تاوتریخوالی کې ۶۴۸ کسان وژل شوي دي. له دې جملې څخه ۲۵۲ تنه په قصدي او غیر ارادي توګه وژل شوي او ۳۹۶ تنو نورو ځان وژنه کړې ده.

د وسله وال تاوتریخوالي آرشیف وايي چې په دې موده کې ۵۴۴ نور کسان په وسلو ټپیان شوي دي.

په متحده ایالاتو کې د لږترلږه دریو لسیزو راهیسې وسله وال تاوتریخوالی مخ په زیاتیدو دی، او د وسله وال تاوتریخوالی آرشیف ویب پاڼې په وینا، د ۲۰۲۲ د جنورۍ له لومړۍ څخه د دسمبر تر ۳۱ پورې په متحده ایالاتو کې ۴۴۱۵۴ کسان په ډزو وژل شوي دي.

په همدې حال کې د ډله ییزو ډزو او وژنو په ګډون په بېلابېلو تاوتریخوالو کې ۲۰۰۶۴ کسان وژل شوي او ۲۴۰۹۰ کسانو په وسلو ځان وژنې کړې دي.