سیگار د فساد په ضد مبارزه کې د لوی څارنوالۍ په کړنو انتقاد کړی

د امریکا د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت مقاماتو سیگار ته ویلي دي چې د افغانستان لوی څارنوالۍ د فساد په سترو دوسیو کې کمزوری چلند کړی دی.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانگړي مفتش یا سیگار ویلي دي چې د مرستندویه هیوادونو له نظره افغان حکومت د اداري فساد په وړاندې مبارزه کې "بې قانونه، کمزوری او ناقص" چلند کوي.

سیگار په خپل یو نوي رپوټ کې ویلي دي چې په افغانستان کې د اداري فساد زیات شمیر قضیې د طرفیتونو د نه شتون په وجه نه بلکه د سیاسي ارادې د نه موجودیت په دلیل نه څیړل کیږي.

د سیگار رپوټ په ځانگړې توگه د افغانستان د لوی څارنوال فرید حمیدي په کړنو انتقاد کړی او ویلي یې دي چې هغه محاکمې ته د نفوذ لرونکو او زورواکو افرادو په راښکلو کې چې د فساد دوسیې لري، کمزوری چلند کړی دی.

ښاغلی حمیدي چې دوه کاله مخکې پدې مقام وټاکل شو، د فساد سره په مبارزه کې د یوې موثرې او فعالې څیرې په توگه د ملي وحدت د حکومت د دواړو مشرانو له ملاتړ نه برخورداره دی.

د سیگار رپوټ د مرستندویه هیوادونو اندیښنه تائید کړې چې گواکې د افغانستان حکومت د پخوا په څیر یواځې " د کاغذ پر مخ" د اداري فساد په وړاندې د مبارزې ادعا کوي.

د فساد ضد مبارزې په مرکز کې د فساد د شتون اندیښنه

د افغانستان د ملي وحدت حکومت تل د فساد په ضد د عدلي او قضایي ځانگړي مرکز جوړول او د یو شمیر دولتي مقاماتو محاکمه کول د خپلې لاسته راوړنې په توگه مطرح کړي دي.

خو د سیگار په تازه رپوټ کې راغلي دي چې دغه مرکز د اداري فساد د دوسیو په څیړلو کې له لږ زور نه کار اخیستی او ددې مرکز همکارې ادارې لکه د کورنیو چارو وزارت چې د متهمینو د نیولو مسولیت لري عملاً څه ندي کړي.

سیگار د امریکا د عدلیې وزارت د مدارکو په بنسټ رپوټ ورکړی دی چې په فساد ککړو د څه دپاسه ١٠٠ تنو د جلب امر د کورنیو چارو وزارت د نه لیوالتیا په وجه ندی پلی شوی او یا هم "زرواکو فساد کوونکو" د جلب حکم له پامه غورزولی دی او د فساد ضد عدلي او قضایي مرکز د مشروعیت او صلاحیت په اړه یې پوښتنې رامنځ ته کړي دي.

له دې سربیره د سیگار د رپوټ له مخې د اداري فساد په ضد د عدلي او قضایي مرکز او د افغانستان د لوی څارنوالۍ د سترو جرمونو په وړاندې د مبارزې په اداره کې دننه پراخ فساد موجود دی او همداشان ددې دوو ادارو نژدې ۴٠ په سلو کې څارنوالان د پولیگرافۍ یا "درواغ ویلو په ازمایلو" کې ناکام شوي دي.

د سیگار په وینا د افغانستان لوی څارنوالۍ هم د څارنوالانو د پولیگرافۍ د ازموینو د نتیجو د خپرولو په اړه "جدي لیوالتیا" نه لري او د پرله پسې غوښتنې سره سره یې هغه ندي خپاره کړي او هغه کارکوونکي چې پدې ازموینو کې پاته راغلي د سیگار د رپوټ په اساس اوس هم په کار بوخت دي.

سره له دې چې د افغانستان د ملي وحدت حکومت په تیرو نژدې څلور کلونو کې د اداري فساد په وړاندې جدي او پراخې مبارزې ته ژمنتیا ښودلې بیا هم افغانستان پدې څلورو کلونو کې د اداري فساد له نظره د نړۍ د خورا فاسدو هیوداونو په جدول کې ځای لري.