واورو د کابل ـ بامیان او غور لارې بندې کړې

عکس(ارشیف)

د طالبانو حکومت د فواید عامې وزارت مسؤلین وايي چې د درندې واورې ورېدو له امله د د بامیانو ـ کابل او غور لارې د ترافیکو په مخ تړل شوي دي.

د یاد وزارت ویاند حمیدالله مصباح نن دوشنبه جنورۍ درېیمه (مرغومې ۱۳) خبریالانو ته وویل چې اوس مهال مرکزي ولایتونو په ځانګړي ډول بامیانو او دایکندي ته د تګ راتګ لارې د ترافیکو پر مخ بندې شوي دي.

ښاغلي مصباح زیاته کړه چې د بامیانو پر لار د درندې واورې سربیره تېز طوفان او باد هم جریان لري چې ممکن دغه وضعیت تر څو ساعتونو دوام ولري.

اوس مهال د قوناق، شاتو، کرمان او حاجي ګک کوتلونه چې دایکندي له بامیانو او بامیان له کابل سره نښلوي د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي.

ښاغلي مصباح همدارنګه وویل چې د تیرې شپې راپدېخوا د سختې واورې له امله دغور ـ هرات او غور ـ کابل لار د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي.

د نوموړي په وینا د دغه لارو د بیرته خلاصولو لپاره هڅې روانې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې درندې واورې او بارانونه جریان لري.

په سالنګونو کې واوره

پر همدې مهال د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست وايي چې اوس مهال په شمالي او جنوبي سالنګونو کې د تېز باد ترڅنګ د واورې اورښت دوام لري او اوس مهال دغه لار د لویو باروړونکو موټرو په مخ تړل شوې ده.

یاد ریاست په یوې اعلامیې کې ویلي چې دوی له لارې څخه په خوندي توګه د ترافیکو تېرېدو په هدف په زیانمنو سیمو کې د واورې پاکولو او د څارنې عملیات پيل کړي دي.

د افغانستان د سالنګونو د څارنې او ساتنې ادارې د معلوماتو په اساس اوس مهال په شمالي سالنګ کې د واورې ضخامت ۴۷ سانتي متر او په جنوبي سالنګ کې ۴۰ سانتي متره دی.

په سالنګونو کې د دوو ورځو لپاره د واورې ورېدو اټکل شوی دی.

دغه ریاست له موټر چلوونکو څخه غوښتي چې له دغه لارو څخه د تیرېدو پرمهال د ژمي اړین توکي په ځانګړي توګه چاین ( ځنځیر )، تاوده کالي، خوراکي توکي او اضافه تېل او غوړي له ځان سره ولري.