جنوبي افریقا ملي لوبډلې ته د ډیویلرز د بېرته راتګ غوښتنه رد کړه

اې بي ډیويلرز تېرکال د کرکټ له نړیوالو لوبو استعفی وکړه

د جنوبي افریقا مخکني مشهور لوبغاړي ای بي ډیویلرز د خپل هېواد له کرکت بورډ څخه غوښتي وو چې بېرته یې ملي تیم ته ور وبولي، خو هغوی ونه مانه.

ښاغلي ډیویلرز په ۲۰۱۸ کال کې د کرکټ له نړیوالو لوبو استعفی وکړه او وویل چې د استعفی لپاره یې همدا وخت مناسب دی. هغه لا هم د آی پي ال په ګډون د نړۍ په نورو تجارتي لیګونو کې لوبیږي.

د کرکټ د نړیوال جام په ویبسایټ کې لیکل شوي دي چې تېره میاشت د جنوبي افریقا کپتان فف دوپلسي د لوبډلې د غوراوي کمېټې او بورډ چارواکو ته ویلي وو چې ښاغلي ډیولرز غواړي بېرته لوبډلې ته راشي، خو دا غوښتنه یې ونه منل شوه.

د جنوبي افریقا کرکټ بورډ ويلي دي چې د نړیوال جام لپاره یې وار د مخه لوبغاړي غوره کړي دي او باید د بورډ تګلاره او اصول ومنل شي.

ډیولرز په خپل ټویتر کې لیکلي دي چې اوس د جنوبي افریقا د کرکټ د ملي ټیم د ملاتړ او ننګې وخت دی.

جنوبي افریقا د کرکټ د ۲۰۱۹ کال روان نړیوال جام کې خپلې درې پرلپسې لوبې وبایللې او داسې ښکاري چې ښه وضعیت کې نه ده. خو ډیولرز لیکلي دي چې باور لري لوبډله یې لا هم د وړاندې تګ وړتیا لري.

اې بي ډیولرز د جنوبي افریقا لپاره ټولې ۲۲۸ لوبې کړي او ۹۵۷۷ منډې کړي دي چې ۲۵ سلیزې او ۵۳ پنځوسیزې په کې شاملې وې.