د کرونا دویمه څپه؛ د امریکا ځینو ایالتونو بیا شرابخانې او بیچونه وتړل

چارواکي وایي چې یو شمېر خلک د یو بل ترمنځ فاصله نه ساتي‌ او ماسکونه هم نه تړي

په امریکا کې ځینو ایالتونو د کروناویروس د پېښو په زیاتېدو سره بیا سمندرغاړې او شرابخانې وتړلې.

فلورېډا، کالفورنیا او اریزونا هغه ایالتونه دي چې د قرنطین د محدودیتونو له لېرې کېدو وروسته په کې د کرونا پېښې زیاتې شوي دي.

د فلورېډا والي ران ډي سنټېز د یکشنبې په ورځ د بیچونو د بیا تړلو اعلان وکړ. هغه ځوانان تورن کړل چې مېلې او تماشې کوي، ماسک نه تړي او د یو بل تر منځ فاصله هم نه ساتي چې له کبله یې د کروناویروس پېښې بیا زیاتې شوي دي.

په دغه ایالت کې په شرابخانو هم محدودیت ولګول شو. والي ډي سنټیز وویل: "په شرابخانو (بارونو) کې ډېر خلک راټولیږي او داسې حالت رامنځ ‌ته کوي چې موږ اجازه نه ورکوو. احتیاط په کې بیخي نه وي او همدا علت دی چې وضعیت نه بدلیږي."

د ټکساز په ایالت کې هم بارونه تړل شوي دي او والي ګرېګ اباټ وايي: "د کروناویروس په تېرو څو اونیو کې ډېر چټک او ډېر خطرناک را وګرځېده."

د کالفورنیا والي ګاوین نیوزم هم په اوو ولسوالیو کې شرابخانې تړلې او اتو نورو ته یې هم ویلي دي چې ویې تړي.

د واشنګټن والي جای انسلي په خپل ایالت کې د قرنطین د محدودیتونو د لېرې کولو څلورم پړاو ځنډولی دی. په دغه ایالت کې تېره اونۍ ۳۱۸۰ کسان د کرونا په ویروس اخته شوي وو.

په ټولې امریکا کې په تېرو شپږو پرلپسې ورځو کې هره ورځ د کروناویروس ۳۵۰۰۰ مثبتې پېښې ثبتې شوي دي.

دا پېښې له هغه وروسته زیاتې شوې چې په یو شمېر ایالتونو کې د قرنطین محدودیتونه کم شول، شرابخانې، بیچونه، عبادتځایونه، مارکیټونه،‌ عمومي پارکونه او نور بېرته پرانیستل شول.

د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دې دمه د کرونا له کبله په ټولې امریکا کې څه باندې ۱۲۵۸۰۰ کسان مړه شوي ‌او شاوخوا ۲.۶ میلیون نور خلک پرې اخته دي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي په ایالت کې خپور شوی او تر دې دمه د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو او سیمو کې څه باندې ۱۰میلیون انسانان پرې اخته دي او څه باندې ۵۰۰زره نور مړه شوي دي.