په بریتانیا کې میشت د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې د جمعې په ورځ نومبر ۲۹ (لیندۍ ۹مه) راپور ورکړ، چې په حلب ښار کې د سوریې د حکومتي ځواکونو پر وړاندې د جهادیانو او د ترکیې له ملاتړ څخه د برخمنو ډلو په سختو نښتو کې ۲۵۵ کسان وژل شوي دي.
د بشري حقونو دغه څارونکي وايي، اکثر وژل شوي کسان په جګړه کې د ښکېلو ډلو جنګیالي دي، خو په دغو جګړو کې ملکي وګړي هم وژل شوي دي. د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د راپور له مخې په تلفاتو کې ۲۴ ملکي کسان شامل دي چې د روسیې په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي. روسیه د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت ملاتړ کوي.
جهادیان او د هغوی متحدین، چې د ترکیې د حکومت له ملاتړ څخه برخمن دي، د جمعې په ورځ د سوریې په دوهم لوی ښار حلب کې د حکومتي ځواکونو پر ضد پراخ عملیات پیل کړل، چې په څو وروستیو کلونو کې تر ټولو خونړي بلل شوي.
دا بریدونه په سوریه او سیمه کې په داسې حساس وخت کې پیل شوي، چې په دې وروستیو کې د سوریې په ګاونډ لبنان کې د اسرائیل او حزب الله ترمنځ نازک اوربند رامنځته شوی دی.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د راپور له مخې، جهادي ډلو او د هغوی متحدینو چې د ترکیې ملاتړ ورسره دی، د جمعې تر ورځې پورې د سوریې په شمال او شمال لوېدیځ کې تر ۵۰ ډېر ښارګوټي او کلي نیولي دي. دا په تیرو څو کلونو کې د سوریې د حکومت ضد ډلو تر ټولو لوی پرمختګ دی.
په همدې حال کې د سوریې د حکومت یو امنیتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د حکومت ځواکونه حلب ته رسېدلي دي. د سوریې دغه امنیتی چارواکی وویل: "جګړې او سختې نښتې دوام لری خو د حلب ښار ته نه دی رسیدلی. "
جهادیانو چې د ګاونډي هیواد ترکیې له ملاتړ څخه برخمنو ډلو، چې د بشارالاسد د حکومت پر ضد د یاغیانو ملاتړ کوي، په روانه اونۍ کې د سوریې د حکومتي ځواکونو پر ضد په پراخه کچه ناڅاپي بریدونه پیل کړل.
د سوریې د دولتي رسنیو د رپوټونو له مخې د جمعې په ورځ دغو ډلو په حلب کې د سوریې د حکومت تر کنټرول لاندې د زده کوونکو پر یو استوګنځي برید وکړ. د دغو بریدونو په پایله کې څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.
د بشردوستانه چارو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو دفتر وویل: "له ۱۴ زرو څخه ډیر خلک چې نږدې نیمایي یې ماشومان دي، د تاوتریخوالي له امله بې ځایه شوي دي."
په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یوې بیانیې په خپرولو سره د سوریې د ولسمشر بشارالاسد له حکومت څخه د تهران په ټینګ ملاتړ ټینګار وکړ.
د سوریې جګړه په ۲۰۱۱ کال کې هغه مهال پیل شوه چې د دغه هېواد د ولسمشر بشارالاسد حکومت سوله ییز لاریونونه په زور وځپل. دې جګړې نه یوازې بهرني قدرتونه، بلکې اسلامپاله افراطیان هم سوریې ته راوستل.
د سوریې په کورنۍ جګړه کې چې بهرني قدرتونه هم په کې شامل وو، تر ۵۰۰ زرو ډېر کسان وژل شوي او میلیونونه نور یا په کور دننه بې ځایه شوي او یا هم د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.
د بشارالاسد رژیم د هیواد ډیرې برخې بیرته نیولې او یوازې د ترکیې سره پوله په شمال کې ځینې برخې د وسله والو مخالفو ډلو په لاس کې دي، خو د سوریې پوځ خورا کمزوری شوی او د روسیې، ایران او د لبنان، عراق او نورو هیوادونو څخه د تهران په ملاتړ جنګیاليو تکیه کوي. روسیه، ایران او د لبنان حزب الله په دې جګړه کې د دمشق د حکومت ملاتړ کوي.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د جمعې په ورځ د حلب وضعیت "د سوریې له ملي حاکمیت څخه سرغړونه" وبلله. پیسکوف په دې سیمه کې د نظم د چټک بیرته ټینګیدو او د قانون د حاکمیت ملاتړ وکړ.