طالبانو یوځل بیا له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو پریکړه غندلې ده

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د سیاسي چارو مرستیال عبدالکبیر په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د دفتر د سرپرستې رافیلا یودیچه سره په کتنه کې له پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د شړلو په تړاو د دغه هیواد د حکومت پریکړه غندلې ده.

د طالبانو د حکومت د ویاند د دفتر له خوا د یکشنبې په ورځ جنورۍ ۲۱(سلواغې اول) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د پاکستان د حکومت له خوا افغانستان ته د افغان کډوالوستنول د ټولو نړیوالو قوانینو په خلاف بلل شوي دي.

په دې خبرپاڼه کې د عبدالکبیر له قوله ویل شوي:" د ریاست الوزرا مرستیال له افغان کډوالو سره د اروپايي اتحادیې له مرستو څخه د مننې ترڅنګ زياته کړه، په اجباري ډول او شرایطو ته له پام پرته د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان اقدام د ټولو قوانینو خلاف و او دوی یې محکوموي".

په دغې خبرپاڼې کې ویل شوي چې په دغه کتنه کې میرمن یودیچه افغانستان سره د اروپايي ټولنې د مرستو د دوام یادونه کړې او ویلي دي چې افغانستان د اقلیمي بدلون قرباني هیواد دی او اړتیا ده، چې نړیوال افغانستان ته ځانګړې پاملرنه او د اقلیمي بدلون د زیانونو مخنیوي لپاره اړینې مرستې وکړي.

په دغې خبرپاڼې کې ویل شوي چې میرمن یودیچه د افغانستان او اروپايي ټولنې د اړیکو په پراختیا ټينګار کړی او ویلي دي چې، افغانان لا ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د طالبانو د حکومت دغه لوړپوړې چارواکي دمخه هم له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو ددغه هیواد د حکومت پریکړه غندلې وه.

خو پاکستان حکومت ویلي چې له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو پریکړه یوازې د یو هیواد د وګړو په اړه نه ده او د ټولو هغوبهرنیو کډوالو په اړه پریکړه ده چې په پاکستان کې د اوسیدلو قانوني اسناد نلري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ۱.۷ میلیونو قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د شړلو پریکړه یې د خپل هیواد د ملي ګټواو د قوانینو پر اساس کړې چې د نړیوالو قوانینو سره هم مطابقت لري.

د ملګرملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د شمیرنو له مخې پاکستان د شاوخوا ۳.۲ میلونه افغان کډوالو او نورو افغانانو چې له دغه هیواد څخه درییم هیواد ته د تللو انتظار باسي، کوربه دی.

دغې کمیشنرۍ په یو راپور کې ویلي چې د تیر۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې د پاکستان د حکومت له خوا له دغه هیواد څخه د غیرقانوني کډوالو د وتلو د مهلت د نیټې د پوره کیدو وروسته تراوسه پنځه سوه زره افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.