طالبان: تیر کال له ایران او پاکستان څخه ۶۲۲ زره افغان کډوال هیواد ته ستانه شوي

پر افغانستان د طالبانو حکومت یو کال واکمنۍ پوره کېدو سره هم مهاله، د دغه ډلې د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېر یو کال کې ۶۲۲زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه بیرته هیواد ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت مرستیال محمد ارسلاح خروټي د یکشنبې په ورځ اګست ۱۴ (زمري ۲۳) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې له دغه کډوالو څخه زیاته برخه یې له ایران څخه بیرته ستانه شوي دي.

هغه زیاته کړه چې افغانستان ته د بیرته ستونو شوو کډوالو له ډلې ۱۱۶زره یې زیانمن شوي او اړمن اشخاص مرستندویه ادارو ته معرفي شوي دي.

طالب چارواکي پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د یو تیر یو کال په اوږدو کې په ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند او له دغه هیواد څخه په زوره سره د زرګونو افغان کډوالو د ایستلو راپورونه ورکړل شوي دي.

طالب چارواکو تر دې مخکې هم ویلي و چې د روان کال له پيل څخه هره ورځ په اوسط ډول ۲۰۰۰ افغان کډوال له ایران څخه ایستل کیږي.

خو د طالبانو د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت مرستیال وویل چې ایران ته په وروستي سفر کې یې د هغه هیواد له چارواکو سره د افغان کډوالو ستونزې شریکې کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې له ایراني چارواکو سره یې د افغان کډوالو د کارتونو، پاسپورتونو او اقامو د تمدید، روغتیايي خدماتو وړاندېکولو، په ښوونځيو کې د بې اسنادو افغان کډوالو د ماشومانو شاملولو او په هغه هیواد کې د بندي افغانانو د وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

تر دې مخکې د ایران د دولتي خبري اژانس ارنا ویلي و چې په افغانستان کې د طالبانو د راتګ څخه وروسته څه باندې یو میلیون افغانان ایران ته کډه شوي او لا هم هره ورځ زرګونه نور د کار روزګار او یا اروپایي هیوادونو ته د پنا اخیستو په خاطر ایران ته اوړي.

د کډوالو په چاروکې د ملګرو متلونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو په اساس په افغانستان کې د طالبانو تر حکومت مخکې په ایران کې ۳.۴ میلیون افغان کډوالو ژوند کوی چې نژدې دوه میلیون یې غیر قانوني کډوال و. خو وايي چې په تیرو لسو میاشتو کې سلګونه زره نور کډوال هم ایران ته تللي دي.

بلخوا د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ایران د قونسلي چارو د معین علی رضاء بیګدلي له قوله ویلي چې هیواد به یې اړمنو افغانانو ته د وېزو ورکولو خدمات چټک کړي.

هغه تېره ورځ کابل ته د سفر په ترڅ کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امېر خان متقي سره لیدنه کې ویلي چې دې سره به ایران ته د غیر قانوني کډوالو د تګ مخه ونیول شي.

د بیان له مخې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له ایراني چارواکي څخه غوښتي چې افغانانو ته د ویزو ورکولو ترڅنګ له افغان تجارانو، کارګرو او مهاجرینو سره د کار موندني په برخه کي پراخي راولي.

په دې وروستیو کې د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي په هغه هیواد کې د میشتو افغان کډوالو څخه وغوښتل چې د خپلو نومونو د ثبتولو لپاره هغو مرکزونو ته ولاړ شي چې د وړاندې څخه ځانګړي شوي.

د کډوالو ملاتړ نړیوالو بنسټونو د معلوماتو په اساس په افغانستان کې د طالبانو بیا واکمنېدو سره په دغه هیواد کې د بېکارۍ د کچې زیاتوالي او اقتصادي بحران پراخېدو له امله له دغه هیواد څخه د ایران په ګډون ګڼو هیوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ بهیر زیات شوی دی.