د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنې له افغان ماشومانو څخه د ملاتړ لپاره ۴۰ میلیون یورو مرسته وکړه


د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په افغانستان کې د ماشومانو ستونزو ته د رسېدو برخه کې د اروپايي ټولنې د ۴۰ میلیون یورو مرستې خبر ورکړ.

یونیسف د یکشنبې په ورځ جولای درېیمه (چنګاښ ۱۲) په یوې اعلامیې کې وویل چې له یادې مرستې څخه ۲۵میلیون به یې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین چمتو کولو او پاتې ۱۵ میلیون یورو به تر ډېره پوري په دغه هیواد کې د ماشومانو څخه د ملاتړ په برخه کې ولګول شي.

دغه پیسې ټاکل شوې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونیسف) لخوا ولګول شي.د یونیسف به خبره ملګري ملتونه به د څه کم ۱۸۰۰۰زره کډوال شوو ماشومانو د ساتنې په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي او هم به له دغه اندازه پیسو څخه په افغانستان کې ۱۰ میلیون ماشومانو ته د واکسین کولو زمینه برابره کړي.

د یونیسف او روغتیا نړیوال سازمان د پروګرام له مخې ټاکل شوې ټول هغه ماشومان چې د افغانستان له پولو څخه تیریږي د پولیو واکسین ورکړل شي.

یونیسف د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت په خرابېدو سره ماشومان په ټول هیواد کې له تاوتریخوالي او نورو ګواښونو سره مخ دي. ملګرو ملتونو زیاته کړې چې دغه ماشومان د ژوندي پاتې کېدو لپاره ناهیلې کوونکي پرېکړې کړي او حتا ځينو یې له هیواد څخه د وتلو لپاره خطر ناکې لارې انتخاب کړي دی.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر اندریاس فون براندت له افغانستان څخه د ماشومانو وتل خطر ناک بللي او ویلي دي چې له یادو ماشومانو څخه زیات یې د «تاوتریخوالي، استثمار، او ناوړه استفادې» له خطر سره مخ کیږي.

ښاغلي براندت زیاته کړې: "په همدې خاطر اروپايي ټولنې له یونیسف سره ۱۵ میلیون یورو اضافه مرسته کوي تر څو هغه هلکان او نجونې چې مرستې ته اړتیا لري او هغه ماشومان چې د کډوالۍ له امله له ګواښ سره مخ دي ورسره مرسته وکړي او هغوی ته له کډوالۍ پرته نورې لارې چارې انتخاب کړي او یا دې ورته د کار زمینه برابره شي."

پر همدې مهال د افغانستان لپاره د یونیسف استازي محمد اګ ایویا له افغان ماشومانو سره د اروپايي ټولنې تازه مرسته مهمه بللې او ویلي یې دي: "دغه بودجه به یونیسف او د روغتیا نړیوال سازمان ته اجازه ورکوي چې د ماشومانو د واکسین په برخه کې هڅې پیاوړي کړي تر څو دا ډاډ تر لاسه شي چې ټول هغه ماشومان چې د افغانستان له پولو څخه تیریږي واکسین شي."

په افغانستان کې د یونیسف استازي ویلي چې د تیر کال د مۍ میاشتې راپدېخوا بیا د ۲۰۲۲ میلادي کال تر اپرېل میاشتې پوري په افغانستان کې د پولیو واکسین ۳۳.۵ میلیون ډوزه برابر کړي دي چې په دغه موده کې په میلیونونو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړل شوی دی.

XS
SM
MD
LG