د طالبانو د حکومت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت د اتریش په پایتخت ویانا کې د طالبانو د مخالفو سیاسي مشرانو پنځمې غونډې ته تُند غبرګون ښودلی او خپل مخالف سیاسیون یې د طالبانو د نظام پرخلاف په توطیه جوړولو تورن کړي دي.
قاري فصیح الدین فطرت د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۰ (کب دوېیم) په کابل کې د طالبانو د مخالفو یو شمیر سیاسي مشرانو د غونډې پای ته رسیدلو یوه ورځ وروسته یوې غونډې ته چې د عزیزي ګروپ له خوا په افغانستان کې په څو انکشافي پروژو کې د پانګونې د اعلان لپاره جوړه شوې وه ، وویل چې دا کسان د افغانانو له خوا رد شوي دي.
هغه وویل: "همغه کسان چې خپل موچودیت یې د کفارو په موجودیت کې لیده او هغوی سره یې له افغانستان څخه فرار وکړ، خو اوس مونږ ګورو چې د افغانستان د اسلامي امارت د نظام د افغانستان اسلامي حکومت [طالبانو حکومت] هلته توطیه کوي غونډې او مجلسونه جوړوي او هڅه کوي چې زمونږ د خلکو ذهنونه مغشوش کړي."
قاري فصیح الدین فطرت د ویانا د غونډې د ګډونوالو هغو څرګندونو ته چې ویلي دي چې په دې غونډه کې د طالبانو وروسته د افغانستان په راتلونکې باندې خبرې شوي، هم غبرګون وښود او ویې ویل چې د طالبانو وروسته افغانستان نشته دی.
هغه وویل: "څو ورځې دمخه ممکن تاسو ټول خبر شوي یاست چې په ویانا کې یې غونډه ترتیب کړې او د خپل ذهن او فکر پر اساس چې هغوی مشورې لرلې وویل چې مونږ د طالبانو وروسته افغانستان په اړه فکر کوو. زه ډاډه یم او باور لرم... د طالبانو وروسته افغانستان اسلامي امارت [طالبانو حکومت] وروسته انشاالله نشته، وجود نلري."
د طالبانو د حکومت یو شمیر مخالفو سیاسي مشرانو، پخواني امنیتي مسئولینو او مدني فعالانو د اتریش په پایتخت کې د "ویانا بهیر" په پنځمه غونډه کې د افغانستان د سیاسي لارې د نقشې په تړاو ددغه بهیر د نظریاتو پر اساس ځینې اسناد تصویب کړل.
دا غونډه د فبرورۍ په ۱۸ (سلواغې ۳۰) د دوو ورځو لپاره جوړه شوې وه چې په کې د طالبانو د حکومت د دوو مخالفو ډلو مشرانو، د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود او د افغانستان د ازادۍ د جبهې مشر یاسین ضیا، په ګډون شاوخوا ۱۰۰ کسانو برخه اخیستې وه او د یوې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسیدله.
د ویانا د بهیر د پنځمې غونډې په اعلامیه کې ویل شوي چې د غونډې د ګډون کوونکو له خوا په ترتیب شوې د لارې په نقشه کې د یو دیموکراتیک سیاسي نظام د لید لوري پر اساس، نړیوالې اړیکې، بشري حقونه او د افغانستان اقتصادي چوکاټ اړوندو مسلو ته ځای ورکړل شوی دی.
همداشان ددغې غونډې ګډونوالو ویلي چې د لارې دغه نقشه په افغانستان کې د پایداره، دیموکراتیک او ټولشموله راتلونکې رامنځ ته کولو لپاره یوه کړنلاره وړاندې کوي.
په دې اعلامیه کې ویل شوي: "په سیاسي لید لورې کې، دغه برخه د یو دیموکراتیک او مشارکتي نظام اصول او چوکاټ تدوین او ټاکي چې د ازادو ټاکنو په اصولو، د اوسیدونکو ترمنځ د برابرو حقونو او د قانون پر حاکمیت باندې بنا شوي دي."
په دې اعلامیه کې ویل شوي: "د بشري حقونو په برخه کې، د بشري حقونو د ساتنې د کړنلارو په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو حقونو او د افغانستان د ټولو قومونو ارزونې ته ځای ورکړی او د عدالت د ټینګیدو لپاره په ځانګړي ډول د بشري حقونو سرغړونکو د محاکمې وړاندیز کړی دی."
ددې غونډو برخه والو ټینګار کړی چې افغانستان یو مشروع او د خلکو د ارادې او "د اسلامي ارزښتونو او د قانون پراساس جوړ شوي نظام" ته اړتیا لري او د نړیوالې ټولنې څخه یې غوښتي چې افغانستان لپاره دې د یوې عملي او هدف لرونکې نوې کړنلاره تر لاس لاندې ونیسي.
د طالبانو د حکومت دغو مخالفانو همداشان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان لپاره دې د یو تلپاتې حل لارې د موندلو لپاره د افغانانو سره د "یو عبوري حکومت رامنځ ته" کولو کې مرسته وکړي
د طالبانو ترمنځ اختلافات
په کابل کې د طالبانو د حکومت له خوا په جوړه شوې غونډه کې د طالبانو ځینو مشرانو ددغې ډلې د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو په اړه په رسنیو کې خپاره شوي رپوټونه په کلکه رد کړل او ددغسې خبرونو خپرول یې د ځینو رسنیو تبلیغات وبلل.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل: "دا نظام مو په اطاعت او خپلمنځي احترام ګټلی دی، احترام او اطاعت د اسلامي امارت [طالبانو حکومت] یو ذاتي اصل دی، چې په هر حالت کې به دوام کوي. زموږ د ټولو فکر یوازې د شریعت پر تطبیق، د هېواد پر ابادۍ او د هېواد پر سوکالۍ متمرکز دی."
همدا شان قاري فصیح الدین هم دا راپورونه رد کړل او ویې ویل: "دوی په وروستیو کې کله د امارت د مشرانو ترمنځ د اختلاف خبره کوي، کله د امارت د مجاهدینو ترمنځ د اختلاف خبره کوي او کله هم د قومي تعصب خبرې راپورته کوي، چې ټوله موخه یې د افغانانو ځپل دي."
د عزیزي ګروپ پانګونه
دې غونډې ته د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي له خوا په افغانستان کې د انرژۍ په سکټور کې د پانګونې د اعلان ترڅنګ وویل چې عزیزي ګروپ غواړي چې په کابل کې یو طبي ښارګوټی جوړ کړي.
میرویس عزیزي د پنجشنبې د ورځې ناوخته فبرورۍ ۲۰ (کب دوېیم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې پر خپله پاڼه لیکلي چې په طبي ښارګوټي کې د سرطان د درملنی یو ۴۰۰ بستریز مجهز روغتون، یو ۲۰۰ بستریز مجهز زیږنتون، د لس زره یتیمو ماشومانو د استوګنځي، ښوونځی او روغتیايي مرکز، طبي پوهنتون، د نرسنګ (قابله ګي) ښوونځی، د محصلینو لپاره لیلیه او د ډاکترانو او استادانو لپاره د استوګنې کمپلیکس شامل دي.
هغه لیکلي: "د ۵۰۰ میلیونو ډالرو په مجموعی لګښت، دا طبي ښارګوټی به د کابل په اتمې ناحیې کی په ۳۵۰ جریبه ځمکه کی جوړ شي او زما د مرحومی لور په ویاړ به د "فرشته عزیزی طبي ښارګوټی" په نوم ونومول شی".
میرویس عزیزي وویل چې دا طبي ښارګوټی به یو غیر انتفاعي بنسټ وي او وړیا پرمختللې طبي، تعلیمي، او تدریسي خدمات به په ځانګړي ډول هغو کسانو ته چې بې وزله دي وړاندې کړي.
همداشان میرویس عزیزي په افغانستان کې په پنځه کلونو کې د ۱۰ میلیاردو ډالرو د پانګونې په اړه ویلي چې په دې پانګونه کې ډیر تمرکز به د انرژۍ د تولید په برخه کې اوسي.
هغه ویلي: "د افغانستان د خلکو سره د پخواني ژمنې پر اساس، نن زه افتخار لرم چې د عزیزی ګروپ له لوري د ۱۰ میلیاردو ډالرو په مجموعی ارزښت د پانګه اچونی یوه ۵ کلنه برنامه اعلان کړم، چې اساسي تمرکز به یې د انرژۍ د تولید سکتور وي."
عزیزي ویلي چې د پلان په پیل کې به په کابل ښار کې د ۲۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژه باندې کار د جمعې په ورځ پیل شي. هغه وویل چې د بریښنا د تولید دا پروژه به په اتو میاشتو کې بشپړه شي. هغه وویل چې په پام کې لري چې د پنځه کلونو په موده کې د افغانستان په مختلفو برخو کې تر ۱۰ زره میګاواټو پورې د بریښنا د تولید پروژي پلي کړي.
په متحده عربي اماراتو کې میشت دغه افغان پانګوال په افغانستان کې د ۱۰ میلیاردو ډالرو د پانګونې اعلان تیر ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په میاشت کې د هرات په ولایت کې یوې غوندې ته د وینا پرمهال کړی وو.