د لاس رسي وړ اتصالات

د ویانا غونډې پای: ګډون کوونکو د افغانستان د راتلونکې په اړه د مهمو اسنادو د تصویب خبر ورکړی


د طالبانو د حکومت یو شمیر مخالفو سیاسي مشرانو، پخواني امنیتي مسوولینو او مدني فعالانودا دوه ورځینۍ غونډې د سه شنبې په ورځ پیل شوې وه.
د طالبانو د حکومت یو شمیر مخالفو سیاسي مشرانو، پخواني امنیتي مسوولینو او مدني فعالانودا دوه ورځینۍ غونډې د سه شنبې په ورځ پیل شوې وه.

د طالبانو د حکومت یو شمیر مخالفو سیاسي مشرانو، پخواني امنیتي مسوولینو او مدني فعالانو د اتریش په پایتخت کې د "ویانا بهیر" په پنځمه غونډه کې دوو ورځینو غونډو په پای کې د افغانستان د سیاسي لارې د نقشې په تړاو ددغه بهیر د نظریاتو پر اساس ځینې اسناد تصویب کړل.

د چهارشنبې د ورځې ناوخته فبرورۍ ۱۹ (کب اول) ددې غونډو په پای کې په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د لارې په نقشه کې د یو دیموکراتیک سیاسي نظام د لید لوري پر اساس، نړیوالې اړیکې، بشري حقونه او د افغاسنتان اقتصادي چوکاټ اړوندو مسلو ته ځای ورکړل شوی دی.

همداشان ددغې غونډې ګډونوالو ویلي چې د لارې دغه نقشه په افغانستان کې د پایداره، دیموکراتیک او ټولشموله راتلونکې رامنځ ته کولو لپاره یوه کړنلاره وړاندې کوي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "په سیاسي لید لورې کې، دغه برخه د یو دیموکراتیک او مشارکتي نظام اصول او چوکاټ تدوین او ټاکي چې د ازادو ټاکنو په اصولو، د اوسیدونکو ترمنځ د برابرو حقونو او د قانون پر حاکمیت باندې بنا شوي دي."

د طالبانو د حکومت یو شمیر مخالفو سیاسي مشرانو، پخواني امنیتي مسوولینو او مدني فعالانو دا دوه ورځینۍ غونډې د سه شنبې په ورځ پیل شوې وې، چې د غونډې د تنظیموونکو د وینا له مخې په کې د طالبانو د حکومت د دوو وسله والو ډلو د مشرانو احمد مسعود او یاسین ضیا په ګډون شاوخوا ۱۰۰ کسانو برخه اخیستې وه.

ددغې غونډې په اعلامیه کې ویل شوي چې د نړیوالو اړیکو یوه برخه د نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د خلکو د اغیزمن تعامل لپاره په ستراتیژۍ کې د دپلوماتیکو اړیکو پرمختګ او د نړیوال سیاسي او اقتصادي ملاتړ جلبولو ته هم ځای ورکړل شوی دی.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "د بشري حقونو برخه کې، د بشري حقونو د ساتنې د کړنلارو په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو حقونو او د افغانستان د ټولو قومونو ارزونې ته ځای ورکړی او د عدالت د ټینګیدو لپاره په ځانګړي ډول د بشري حقونو سرغړونکو د محاکمې وړاندیز کړی دی".

همداشان د دې غونډې ګډون کوونکو په افغانستان کې د خلکو ملاتړو ادارو، ګاونډیو هیوادونو، نړیوالو ادارو او نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې د ویانا د بهیر له خوا د لارې په نقشه کې مطرح شوي اصول دې د افغانستان خلکو سره د مرستو لپاره د خپلو اقداماتو اساس په توګه ومني او لازیات ملاتړ دې برابر کړي.

ددې غونډو برخه والو ټینګار کړی چې افغانستان یو مشروع او د خلکو د ارادې او "د اسلامي ارزښتونو او د قانون پراساس جوړ شوي نظام" ته اړتیا لري او د نړیوالې ټولنې څخه یې غوښتي چې افغانستان لپاره دې د یوې عملي او هدف لرونکې نوې کړنلاره تر لاس لاندې ونیسي.

د طالبانو د حکومت دغو مخالفانو همداشان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان لپاره دې د یو تلپاتې حل لارې د موندلو په برخه کې مرسته وکړي او افغانانو سره دې د "یو عبوري حکومت رامنځ ته" کولو کې مرسته وکړي

ددې دمخه د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې د سیاسي چارو مسوول علي میثم نظري د فبرورۍ ۱۸ (سلواغې ۳۰) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ددې غونډې د پیلیدو په اړه لیکلي چې په نننۍ غونډه کې له ۹۰ تنو زیاتو ګډون کوونکو په حضوري ډول برخه اخیستې ده.

هغه لیکلي: "دا د ۲۰۲۱ کال راهیسې د افغانستان په تړاو تر ټولو لویه غونډه ده چې له ۹۰ کسانو زیاتو په کې په حضوري ډول ګډون کړی دی".

د ویانا څلورمه غونډه د ۲۰۲۴ کال د جون په ۲۴ (چنګاښ څلورم) د اتریش په پایتخت کې جوړه شوې وه . د ویانا د بهیر په څلورمه غونډه کې د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود، د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند مشر حاجي محمد محقق، د افغانستان د پخواني رژیم ځینو سیاسي او امنیتي ادارو مشرانو او د مدني ټولنې شاوخوا ۳۳ استازو ګډون کړی وو.

د ویانا درېیمه غونډه د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په لومړۍ اونۍ کې جوړه شوې وه. ددغه بهیر په تیرو دریو غونډو کې د طالبانو د حکومت شاوخوا ۳۳ سیاسي او نظامي چارواکو ګډون کړی و.

طالبانو حکومت تر اوسه په اتریش کې د ویانا د پنځمې غونډې د اعلامیې په هکله څه ندي ویلي. خو دغه حکومت دمخه د ویانا د بهیر تیرې غونډې بې ګټې بللې وې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG