د طالبانو د حکومت د یو شمیر مخالفو سیاسي مشرانو، پخواني امنیتي مسوولینو او مدني فعالانو د سه شنبې په ورځ د اتریش په پایتخت کې د "ویانا بهیر" په پنځمه دوه ورځنۍغونډه کې د "افغانستان د سیاسي لارې پر نقشه" خبرې پیل کړي دي.
د ویانا د بهیر تنظیم کوونکو ویلي چې دا غونډه د سه شنبې په ورځ فبرورۍ ۱۸( سلواغې ۳۰) په محلي وخت د غرمې دمخه پیل شوې او دوه ورځې به دوام ولري.
د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې د سیاسي چارو مسوول علي میثم نظري د سه شنبې په ورځ فبرورۍ ۱۸( سلواغې ۳۰) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ددې غونډې د پیلیدو په اړه لیکلي چې په نننۍ غونډه کې له ۹۰ تنو زیاتو ګډون کوونکو په حضوري ډول برخه اخیستې ده.
هغه لیکلي: " دا د ۲۰۲۱ کال راهیسې د افغانستان په تړاو تر ټولو لویه غونډه ده چې له ۹۰ کسانو زیاتو په کې په حضوري ډول ګډون کړی دی".
علي میثم نظري ویلي چې د غونډې ګډون والو د تیرکال د تصویب شوې د لارې د نقشې په اړوند د افغانستان د ناسم وضعیت څخه د وتلو د لارو چارو د لټولو لپاره بحثونه پیل کړي دي. نظري ویلي چې افغانستان د ملي مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود او د افغانستان د ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیا هم په دې غونډه کې ګډون دي.
دمخه ددې غونډې د تنظیم کوونکو ویلي وو چې د طالبانو د حکومت د دوو مخالفو وسله والو ډلو د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود او د افغانستان د ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیا په ګډون شاوخوا ۱۰۰ کسانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
د غونډې د تنظیم کوونکو له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې چې تیره ورځ ناوخته یې خپره کړې ویلي چې د ویانا د بهیر پنځمه غونډه کې به د سیاسي ډلو او خپلواکو جریانونو استازي، خپلواک شخصیتونه، ښځې او ځوانان هم ګډون وکړي.
په دې اعلامیه کې ویل شوي: "دا بهیر په هیواد کې د طالبانو مخالفانو لپاره د یو ستر پلټفورم په توګه پیژندل کیږي او ګډون کوونکي یې د یو افقي ائتلاف په جوړولو د افغانستان د راتلونکې لپاره د لارې د یوې نقشې د ترتیبولو په هڅه کې دي."
په دې اعلامیه کې ویل شوي چې ددې غونډې ګډون کوونکي به د " ګډې سیاسي لارې د نقشې عملي کیدو" په اړه د کوټلو ګامونو د اخیستلو او د طالبانو وروسته په افغانستان کې د یو دیموکراتیک جوړښت په تړاو یوې طرحې ته د رسیدلو په هدف په خپل منځ کې نظریات سره هم شریک کړي.
ټاکل شوې ددې دوو ورځینو غونډو په پای کې به یو پریکړه لیک هم خپور شي.
د ویانا د بهیر څلورمه غونډه د ۲۰۲۴ کال د جون په ۲۴( چنګاښ څلورم) د اتریش په پایتخت کې جوړه شوې وه . د ویانا د بهیر په څلورمه غونډه کې د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود، د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند مشر حاجي محمد محقق، د افغانستان د پخواني رژیم ځینو سیاسي او امنیتي ادارو مشرانو او د مدني ټولنې شاوخوا ۳۳ استازو ګډون کړی وو.
احمد مسعود د ویانا د بهیر څلورمې غونډې ته په وینا کې ویلي وو چې دا غونډه د ټولو هغو افغانانو د راټولیدو لپاره یو ښه فرصت دی چې د افغانستان په اړه فکر کوي او د اوسني بحران څخه د وتلو لپاره یې دیمو کراتیک بهیر غوره کړی دی.
د ویانا درېیمه غونډه د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په لومړۍ اونۍ کې جوړه شوې وه. ددغه بهیر په تیرو دریو غونډو کې د طالبانو د حکومت شاوخوا ۳۳ سیاسي او نظامي چارواکو ګډون کړی و.
طالبانو حکومت تر اوسه په اتریش کې د ویانا د پنځمې غونډې د جوړیدو په هکله څه ندي ویلي. خو دغه حکومت دمخه د ویانا د بهیر تیرې غونډې بې ګټې بللې وې.
فورم \ دبحث خونه