د افغانستان خبریالانو مرکز: طالبانو کابل کې دوه خبریالان نیولي

د ګردش اطلاعات خبري اژانس دوه خبریالان احمد جواد رسولي او عبدالحق حمیدي

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې د طالبانو د حکومت د استخباراتو ریاست د ګردش اطلاعات خبري اژانس دوه خبریالان احمد جواد رسولي او عبدالحق حمیدي د پنجشنبې د ورځې په سهار کابل کې نیولي او نامعلوم ځای ته یې انتقال کړي دي.

دغه مرکز د جمعې د ورځې ناوخته جنورۍ ۱۹( مرغومې ۲۹) په یوه خپره کړې اعلامیه کې ددغو دوو خبریالانو په نیولو ژوره اندیښنه ښودلې او پرته له قید او شرط څخه یې د هغوی د خوشې کیدلو غوښتنه کړې ده.

د احمد جواد رسولي اوعبدالحق حمیدي د کورنیو غړو د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي چې دا دوه خبریالان د چهارشنبې په ورځ جنورۍ ۱۷( مرغومې ۲۷) د طالبانو د حکومت د استخباراتو د ریاست له خوا د تیلیفون له لارې دغه ریاست ته غوښتل شوي و او ورته ویل شوي و چې د پنجشنبې د ورځې د سهار په نهو بجو دې دغه ریاست ته ورشي.

ددغو خبریالانو خپلوانو ویلي کله چې هغوی دغه ریاست ته ورغلل طالبانو نیولي او ورڅخه یې پلټنې پیل کړي دي.

د افغانستان خبریالانو مرکز ته ددغو خبریالانو د کورنیو غړو ویلي: "تیره ورځ د غرمې وروسته شاوخوا څلور بجې د استخباراتو کارکوونکو هغه کور ته راوړی و، په ډیره بیړه خپل شخصي ګرځنده تیلیفون اخلي او خپلې میرمنې ته وايي چې د خبریالۍ د کار په تړاو یې مونږ نیولي یو او راڅخه پلټنې کوي".

تراوسه د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د استخباراتو ریاست ددغو دوو خبریالانو د نیولو د علت په اړه څه نه دي ویلي.

د ګردش اطلاعات خبري اژانس د روان ۱۴۰۲ لمریز کال د چنګاښ په میاشت کې په افغانستان کې په رسمي ډول فعالیت پیل کړی دی. جواد رسولی د دغه اژانس د امتیاز خاوند او عبدالحق حمیدي یې مسوول مدیر و، چې په ګډه یې ددغه خبري اژانس چارې پرمخ وړلې.

د افغانستان د ټولیزو رسنیو قانون له مخې خبریالان د خپل مسلکي کار په ترسره کولو کې ازاد دي او په کار نه دي چارواکي ورته محدودیتونه را ولاړ کړي او یا یې وګواښوي، بلکې باید د هغوی د کار د خوندیتوب لپاره ورڅخه ملاتړ وکړي.

ددغه قانون له مخې د خبریالانو او رسنیو اړوند ټول شکایتونه باید د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د رسیدګۍ د کمیسیون له لارې تعقیب شي.

که څه د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دا کمیسیون جوړ کړی خو د خبریالانو او رسنیو اړوند اکثره قضیې په دغه کمیسیون کې د غور پر ځای د طالبانو د استخباراتو د ریاست په ادارو کې تعقیب کیږي. خبریالان پرته د وزارت د خبرتیا نیول کیږي او په زندان کې اچول کیږي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې د تیر ۲۰۲۳ کال په اوږدو کې یې د ۶۱ افغان خبریالانو د نیولو قضیې ثبت کړې وې.

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان (RSF) د ډسمبر۳۱ (مرغومې لسم) تیر ۲۰۲۳ کال کې په نړۍ کې د خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه په یو راپور کې ویتنام، روسیه او افغانستان د خبریالانو لپاره د ډیرو ستونزمنو هیوادونو په ډله کې شمیرلی وو او ویلي دي چې په افغانستان کې خبریالان د جاسوسۍ په تور نیول کیږي او په زندان کې اچول کیږي.

ارایس ایف، ویلي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته رسینو باندې فشارونه زیات شوي او خبریالان په جدي ډول ځپل شوي.

دغه سازمان ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې لږ ترلږه ۲۱ خبریالان نیول شوي چې درې یې لا هم په زندان کې دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان راپور ته په غبرګون کې ملي تلویزیون ته چې د طالبانو له خوا اداره کیږي په یوه مرکه کې ویلي وو چې په افغانستان کې رسنۍ په بشپړې ازادۍ سره د اسلامي ارزښتونواو قانوني کړنلارو له مخې فعالیت کوي.

ښاغلي مجاهد ویلي چې رسنۍ تر فشار لاندې نه دي او ازاد فعالیت کوي.

خو ښاغلي مجاهد ویلي و چې هغه رسنۍ چې د ملي ګټو پرخلاف یې فعالیت کوه تنبیې شوي دي.