د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې پر رسنیو د خلکو باور کم شوی – راپور


د انټرنیوز په نوم د رسنیو د ملاتړ یوې ادارې په افغانستان کې د رسنیو د وضعیت په اړه په یو راپور کې ویلي چې په دغه هیواد کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته پر رسنیو د خلکو باور کم شوی دی.

دا راپور چې د سه شنبې په ورځ جنورۍ دوییم (مرغومې ۱۲) خپور شوی په کې ویل شوي چې پر افغانستان باندې د طالبانو واکمني د خلکو پر شخصي ازادیو، رسنیو او معلوماتو ته د لاس رسي په برخوکې د عمده محدودیتونو سبب شوې ده.

په دې راپور کې ویل شوي، چې پر افغانستان باندې د طالبانو د واکمنۍ په څو لومړیو میاشتو کې نږدې نیمايي رسنۍ وتړل شوې چې ورسره د خبریالانو د ګمارنې او په ځانګړي ډول د ښځینه خبریالانو د ګمارلو بهیر یې خورا زیات اغیزمن کړی دی.

د انټرنیوز د ادارې د راپور له مخې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو سره سم افغانانو د نه ډاډ او ویرې له امله هغه څه چې کولای شي ووايي، په ټولنیزو رسنیو او په ورځینو چارو کې د خپلو ځانونو سانسورولو ته مخه وکړه چې دا بهیر لا هم دوام لري.

په دې راپور کې ویل شوي: "په داسې حال کې د رسنیو منابع لکه تلویزیون او راډیو اوس هم شتون لري، خو محتوا یې د سانسور او خپلسر سانسور سره مخ ده. په پایله کې په خبري منابعو باندې عمومي باور او همداشان د باور او ډاډ وړ معلوماتو ته لاس رسی کم شوی دی".

انټرنیوز دغه راپور د تیر ۲۰۲۳ کال د مۍ او جولای په میاشتو کې په ۳۴ ولایتونو کې د ۹۹۷ کسانو سره د تیلیفون له لارې د مرکو او په دریو ولایتونو کې د ۴۲ ښځو او سړیو سره په حضوري ډول د ژورو بحثونو پراساس ترتیب کړی دی.

ددې راپور له مخې د رسنیو اصلي چینلونه چې خلک ورڅخه معلومات ترلاسه کوي د هغوی د موقعیت پورې تړاو لري، لګه چې په ښاري سیمو کې۸۲ فیصده ځواب ویوونکو او په کلیوالو سیمو کې نږدې نیمايي ځواب ویوونکو ویلي چې تلویزیون ته یې لاس رسی درلود.

په دې راپور کې ویل شوي چې په ښارونو کې ځواب ویوونکو ویلي چې تر ډیره د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره تلویزیونونو او ټولنیزو رسنیو باندې اتکا کوي، په داسې حال کې په کلیوالو سیمو کې ځواب ورکوونکو ویلي چې په شفاهي ډول د معلوماتو په ترلاسه کولو متکي دي.

خو انټرنیوز ویلي چې اوس هم راډیو د افغانستان خلکو ته په کلیوالو او ښاري سیمو کې د معلوماتو د ترلاسه کولو یوه ګډه منع ده.

انټرنیوز ویلي: "هغسې چې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته تلویزیوني او راډیويي چینلونه ددغې ډلې له خوا تړل شوي او یا بدل شوي، د خلکو د معلوماتو ترلاسه کولو منابع هم بدلې شوي دي".

ددغه راپور موندنې ښيي چې ځواب ویوونکي د پام وړ وخت په ټولنیزو رسنیو (ځانګړي ډول فیسبوک او د هغې وروسته وټس آپ/ ایکس) شبکو کې تیروي، خو په دغه سیستم کې ګډ عمومي معلوماتو نسبتآ کم دي.

دا راپور وايي چې په افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو څخه په ځانګړي ډول د عمومي چینلونو څخه د معلوماتو ترلاسه کیدو او یا هم د خصوصي اړیکو لپاره کار اخیستل کیږي او خلک هم د لاس رسي او فهم وړ او اړوند معلوماتو باندې باور لري.

ددې راپور موندنې ښيي چې اوس هم ډیر خلک رسمي منابعو (عمومي موسسې، روغتیايي ادارې، بشرپاله ادارې) او غیر رسمي منابعو (جوماتونه، شوراګانې، د کلیو او کوڅو استازي او ښوونځیو) باندې باور لري.

په دې راپور کې ویل شوي چې په داسې حال کې چې پر حکومت باندې باور کم دی خلک معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کې د سیمه ییزو مشرانو، ښوونکو، د کورنیو سرپرستانو او ډاکټرانو باندې متکي دي.

همداشان په دې راپور کې ویل شوي چې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته پر ښځو باندې ددغې ډلې له خوا د لګیدلو محدودیتونو له امله غیر رسمي منابعو لکه نانوايي، سینګارخونو او ښوونځیو ته د ښځو لاس رسی محدود شوی دی چې د همدې له امله ښځې د سړیو پرتله کمو معلوماتو ته لاس رسی لري.

په دې راپور کې ویل شوي: "په رسنیو باندې باور دولتي رسنیو په ګډون، خصوصي رسنیو، انلاین بڼه خپرونې او د ټولنیزو رسنیو له خوا په انلاین بڼه د خپرو شویو خبري خپرونو محتویات کم شوی دي. د سړیو په پرتله پر رسنیو باندې د ښځو د باور کچه ټیټه شوې ده".

انټرنیوز ویلي چې که څه هم د سنتي رسنیو (تلویزیون، راډیو او ورځپاڼو) پرتله په انلاین خبرونو باندې باور کچه کمه شوې، خو د کړنلارو نشتون او د "جعلې خبرونو" خپریدل په ټولنیزو رسنیو د ډیرو کسانو باور ټکنی کړی دی.

افغانستان کې په تیرو دوو کلنو کې د طالبانو حکومت په پرله پسې ډول پر رسنیو باندې فشارونه زیات کړي دي.

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان "ار ایس ایف" تیره اونۍ په یو راپور په تیر ۲۰۲۳ کال کې افغانستان د خبریالانو لپاره د دریو ستونزمنو هیوادونو په ډله کې شامل کړی دی.

ارایس ایف ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې لږ ترلږه ۲۱ خبریالان نیول شوي چې درې یې لا هم په زندان کې دي.

د بې پولې خبریالانو سازمان ویلي په تیرو څه باندې دوو کلنو کې افغانستان کې سلګونه رسنۍ تړل شوي او د ښځینه خبریالانو په ګډون په زرګونو خبریالانو خپلې دندې پریښي دي.

د طالبانو حکومت د انټرنیوز د ادارې راپور ته لا غبرګون نه دی ښودلی، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان راپور ته په غبرګون کې ملي تلویزیون ته چې د طالبانو له خوا اداره کیږي په یوه مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې رسنۍ په بشپړې ازادۍ سره د اسلامي ارزښتونواو قانوني کړنلارو له مخې فعالیت کوي.

ښاغلي مجاهد تیره اونۍ د افغانستان د خبریالانو د مرکز راپورته هم غبرګون ښودلی و او ویلي وو، چې په افغانستان کې رسنۍ تر فشار لاندې نه دي او ازاد فعالیت کوي.

خو ښاغلي مجاهد ویلي و چې هغه رسنۍ چې د ملي ګټو پرخلاف یې فعالیت کوه تنبیې شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG