د طالبانو نفوذي کسانو ارزګان کې پر پولیسو برید کړی ـ چارواکي

عکس (ارشیف)

سیمه ییز چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو نفوذي کسانو په ارزګان ولایت کې پر پولیسو برید کړی دی.

د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد نن جمعه مارچ پنځمه(کب ۱۵) امریکا غږ ته د یاد پېښې په تائید سره وویل چې په دې اړه به جزئیات وروسته شریک شي.

نوموړي زیاته کړه: "په یوه امنیتي پوسته کې د وسله والو طالبانو ۲ نفوذي کسانو پر پوليسو برید کړی بشپړه جزئیات به يې وروسته شریک شي."

خو د ارزګان یوه لوړپوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې برید دوو تنو نفوذي برید کونکو پوليسو کړی.

سرچینې زیاته کړه: "د ترینکوټ ښار په شمالي برخه کې د دوهمي حوزې اړونده په یوه امنیتي پوسته کې نفوذي پوليسو چې شمېر يې دوه تنه وو پر خپلو نورو همکارانو تېره شپه ۹ بجې برید کړی ۳ تنه يې وژلي او یو تن يې ټپي کړی دوی خپله له سیمې څخه تللي چې ورسره سم وسله والو طالبانو هم پر یاده پوسته برید کړی خو د نورو پوليسو له لوري يې د سقوط مخنیوی شوی."

سره له دې چې امنیتي مقامات د نفوذي بریدونو د مخنیوي لپاره له خپلو ځانګړو تدابیرو څخه خبر ور کوي، خو پدې وروستیو کې د جنوب په بېلا بېلو ولایتونو کې د پوليسو په لیکو کې د نفوذي بریدونو پېښې یو ځل بیا زیاتي شوي.

په ورته یوه پېښه کې د ارزګان په ګاونډي ولایت کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې یوه نفوذي برید کونکي پوليس پر خپلو همکارانو برید کړی وو چې د سرچینو په وینا نهه پوليس پکښې وژل شوي وو.

دغه راز د کندهار تر پېښې بیا د ارزګان په بل ګاونډي زابل کې هم دوې اونۍ وړاندې په یوه نفوذي برید کې ۸ پوليس وژل شوي وو.

د ارزګان د تیري شپې د داخلي برید او جګړې په اړه وسله والو طالبانو کومه تبصره نده کړې