تخار او بغلان کې جګړې؛ ۲۵ طالبان او افغان سرتېري وژل شوي- چاروکي

د سیمه ییزو چارواکو په وینا په دغه نښته کې د نهرین ولسوالۍ بازار ځينې دوکانونه هم سوځېدلي

د تخار امنیتي چارواکي وایي وسله والو طالبانو تیره شپه د یاد ولایت په دریو ولسوالیو کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر نن یکشنبه جون ۲۱ (چنګاښ لومړۍ) امریکا غږ ته وویل چې په اشکمش ولسوالۍ کې د طالبانو بریدونه پر شا تمبول شوي او په نمک اب ولسوالۍ کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زیاته کړه: "تیره شپه طالبانو د تخار ولایت په دریو ولسوالیو کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، په نمک اب ولسوالۍ کې طالبانو او امنیتي سرتیرو دواړو ته تلفات اوښتي دي اوس هم خال ـ خال نښتې روانې دي."

ښاغلي اسیر همدارنګه وویل چې تیره شپه د دغه ولایت په چاه اب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او غیر مسؤلو وسله والو ترمنځ نښته کې هم شپږ تنه وژل شوي دي.

خو هغه ونه ویل چې وژل شوي کسان طالبان او که غیر مسؤل وسله وال دي.

خو د تخار یوې امنیتي سرچینې د نوم نه خپرېدو په شرط امریکاغږ ته وویل چې د وسله والو طالبانو د تیرې شپې بریدونو کې اوه افغان امنیتي سرتیري وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

سرچینه وايي چې وسله والو طالبانو درې امنیتي پوستې هم نیولي دي.

خو د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند په دغه نښته کې د امنیتي سرتیرو د مرګ ژوبلې د کره ارقامو په اړه معلومات ورنه کړل.

بلخوا د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې هم پر امنیتي پوستو د وسله والو د بریدونو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

د نهرین ولسوال فضل الدین مرادي امریکا غږ ته وویل چې د یادې ولسوالۍ پر مرکز د طالبانو په بریدونو کې درې امنیتي سرتیري وژل شوي دي.

هغه وویل: "د شپې یوه بجه طالبانو بریدونه وکړل، درې امنیتي سرتیري وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي."

د سیمه ییزو چارواکو په وینا په دغه نښته کې د نهرین ولسوالۍ بازار ځينې دوکانونه هم سوځېدلي دي.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند جاوید بشارت بیا امریکا غږ ته وویل چې په دغه نښته کې ۱۵ وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

هغه همدارنګه وویل چې وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې د جومات یو امام او بل کس د وژل شوو افغان سرتیرو د فاتحې اعلان کولو له امله وژلي دي.

وسله والو طالبانو تر دامهاله د دغو دواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.