طالبان: د پاکستان د سیند ایالت له زندانونو څخه تراوسه ۴۲۰۰ افغان بندیان خوشې شوي

اکثره دغه افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له خوا د قتانوني اسناد د نلرلو له امله نیول شوي او د میاشتو میاشتو پورې د دغه هیواد په زندانونو کې ساتل شوي دي. (عکس ارشیف).

د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د افغانستان قونسلګري چې د طالبانو له خوا اداره کیږي د سیند د ایالت له زندانونو څخه د افغان کډوالو د خوشې کيدو د هڅو د دوام خبر ورکړی او ویلي دي چې تراوسه ددغه ایالت له زندانونو په زرګونو افغان بندیان د خوشې شوي او د خوشې کیدو وروسته افغانستان ته انتقال شوي دي.

په کراچۍ کې د طالبانو له خوا ګمارل شوي سرقنسل سید عبدالجبار تخاري د شنبې په ورځ نومبر۱۶(لړم ۲۶) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو ویډیوي پیغام کې ویلي چې ددغې قونسلګرۍ د هڅو په ترڅ کې تیره ورځ هم د یوې ښځې او اوو ماشومانو په ګډون یوولس افغان کډوال ددغه ایالت له یو زندان څخه خوشې شوي او د چمن – سپین بولدک له لارې افغانستان ته انتقال شوي دي.

هغه ویلي: "ددې دمخه هم د ښځو او ماشومانو په ګډون څلورو زره او ۲۵۸ تنه بندیان د سیند د ایالت له مختلفو زندانونو څخه خوشې شوي او وطن ته انتقال شوي دي".

د طالبانو ددغه چارواکي د معلوماتو له مخې اوس هم د سیند د ایالت په زندانونو کې له ۳۵ څخه زیات افغان کډوال بندیان دي چې د خوشې کیدو هڅې یې روانې دي.

اکثره دغه افغان کډوال په پاکستان کې د اوسیدانې د قانوني اسنادو د نلرلو له امله د پولیسو له خوا نیول شوي او د څو میاشتو راهیسې په زندانونو کې ورځې شپې سبا کوي.

په پاکستان کې د ۲۰۲۳ کال د اکتور په سر کې ددغه هیواد د لنډمهاله حکومت له خوا د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو ته د د نومبر تر لومړۍ نیټې د یوې میاشتې مهلت د اعلان وروسته د افغان کډوالو د نیولو بهیر چټک شوی دی.

د سیند د ایالت د کورنیو چارو وزیر حارث نواز د امریکا غږ اردو څانګې سره په یوه مرکه کې ویلي وو چې ددغه ایالت حکومت له پاکستان څخه د ټولو هغو کډوالو ایستلو ته ژمن دی چې د اوسیدلو قانوني اسناد پرته دغه هیواد ته ورغلي دي.

د هغه د ادعا له مخې د قانوني اسنادو نلرونکي کوم کډوال چې د سیند ایالت ته ورغلي ددغه ایالت په مرکز کراچۍ ښار کې په جنايي جرمونو کې لاس لري.

خو د سیاسي چارو ځینې کارپوهان له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو ترشا د امنیتي اندیښنو پرځای تر ډیره سیاسي انګیرنې هم مهمې ګڼي.

د پاکستان پخوانیو چارواکو په پرله پسې ډول ادعا کړې وه چې په دغه هیواد کې میشت ځینې افغان کډوال په امنیتي پیښو کې لاس لري.

د پاکستان حکومت امنیتي چارواکو په ځانګړي ډول په دې برخه کې د خیبرپښتونخوا ایالت کې په ځانمرګو بریدونو کې د افغانانو د ښکیلتیا یادونه کړې ده.

خو د طالبانو حکومت د پاکستاني چارواکو دا ډول ادعاوې ردې کړي دي او ویلي دي چې اسلام اباد دې د خپلې امنیتي ناکامۍ پړه پر افغانستان نه اچوي.

په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کميشنري وياند قيصر اپرېدي ويلي دي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست مياشتې را وروسته شپږ لکه افغانان پاکستان ته کډه شوي چې له يو لک زيات يې په لومړيو ورځو کې نورو هېوادونو ته تللي دي. د نوموړي په وينا، په دغو کې يې څلور لکه له يو اېن اېچ سي ار سره راجستر شوي چې يوشمېر يې په بهرنيو هېوادونو کې د پناه اخيستنې انتظار کوي.

اپرېدی زياتوي چې په پاکستان کې دا وخت شاوخوا ۱۳ لکه افغانان د راجسټرېشن (پي او ار) کارتونه لري چې موده يې د ۲۰۲۵ کال د جون مياشتې پر ۳۰ پای ته رسېږي.

پر دې سربېره په دغه هیواد کې څه باندې اته لکه افغانان د افغان سيټيزن يا تابعيت کارتونه لري چې په پاکستان کې د شناختي کارتونو او نورو اسنادو جوړولو له ادارې (نادرا) سره راجستر دي. ددې شمیر سربیره په لسګونو زره نور افغانان په دغه هیواد کې د هرډول اسنادو پرته اوسیږي.