طالبانو د کابل له لارو او سړکونو څخه د تیر حکومت نښې نښانې پاکې کړي

په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنیدو شپږ میاشتې تیرې شوي، دغې ډلې په کابل کې د تیر حکومت ټولې نښې نښانې له منځه وړي دي.

د فرانسې خبري آژانس وایي د طالبانو حکومت د افغانستان د اسلامي جمهوري بیرغونه، د ملي اتلانو نقاشي ګانې او د پخوانیو پوځیانو هغه څلي او یاد ځایونه له منځه وړي چې د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي دي.

فرانس پرس وایي پر اکثریت دیوالونو اوس د اسلامي امارت شعارونه لیکل شوي د بیلګې په ډول "د الله ج په مرسته، زموږ ملت امریکا ته ماته ورکړه."

په کابل کې د سینګارتونونو اکثریت خاوندانو د خپلو هټیو له دیوالونو څخه د هغو سینګارو شویو میرمنو عسکونه لیرې کړي چې نندارې ته یې ایښي وو.

د کابل ښار له بیلابیلو برخو څخه د طالبانو د مخالف وژل شوي قومندان احمد شاه مسعود عسکونه هم لیري کړای شوي دي.

د فرانسې خبري‌ آژانس زیاته کړې چې کمې میرمنې او نجونې په مارکیټونو او کافي شاپونو کې لیدل کیږي، اکثریت خلک د طالبانو له واکمنیدو وروسته وریږي او یا هم د کار د نشتوالي له امله د مصرف لپاره پیسې نلري.

راپور وایي اکثریت موټرونه د هوا له تیاره کیدو وروسته کمیږي ځکه پر سړکونو د طالبانو پلټنې زیاتیږي.

فرانس پرس وایي د کابل د وزیر محمد اکبر خان له غونډې څخه د پخواني حکومت تور، سور او شین رنګه بیرغ راښکته شوی دی.