طالبانو تیرو دریو ورځو کې د ښځو په ګډون ۲۲ کسان په دُرو وهلي

طالبانو حکومت سترې محکمې یوازې د فبرورۍ د میاشتې د پیل راهیسې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د ښځو په ګډون په لسګونو کسان عام محضر کې په دُرو وهلي دي. عکس - ارشیف

افغانستان کې د بدني سزاګانو په دوام د طالبانو تر کنټرول لاندې سترې محکمې په روانه اونۍ کې په څلورو ولایتونو کې د تعزیري سزاګانو د حکم د پلي کولو خبر ورکړی او ویلي دي چې په تیرو دریو ورځو کې یې د څلورو ښځو په ګډون ۲۲ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

دغې محکمې د دوشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۴ (کب شپږمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د خوست په ولایت کې یې ددغه ولایت د لومړنۍ محکمې د پریکړې له مخې د څلورو ښځو په ګډون ۱۸ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

سترې محکمې په دې خبرپاڼه کې ویلي: " د خوست ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان د پرېکړې له مخې څلورو کسانو ته د لواطت په تور او د څلورو ښځو په ګډون څوارلس کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۲۴/ ۸/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه."

د سترې محکمې له خوا په خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د جزا دېوان دا کسان له یو کال څخه تر اوو کالو تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې دا پرېکړېد سترې محکمې له تائيد وروسته تطبيق شوي دي.

همداشان دغې محکمې په یوه بله خبرپاڼه کې د تخار د ولایت د درقد په ولسوالۍ کې د یکشنبې په ورځ د زنا په تور یو تن ته د بدني سزا د ورکولو خبر ورکړی دی. سترې محکمې په دې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه سړی په عام محضر کې د ۳۹ دُرو وهلو ترڅنګ پر پنځه کاله تنفیذي بند هم محکوم شوی دی. ددې دمخه طالبانو دوه ورځې وړاندې د غزني او هرات په ولایتونو کې دوه ښځې او یو سړی په عام محضر کې په دُرو وهلي وو.

طالبانو په دې وروستیو اونیو کې د تعزیري سزاګانو د تطبیق لړۍ چټکه کړې ده. ددې دمخه د طالبانو د حکومت سترې محکمې د فبرورۍ د روانې میاشتې په لومړیو دوو اونیو کې د ښځو په ګډون لږ ترلږه ۳۳ کسان عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان واک د بیا ترلاسه کولو وروسته په تیرو څه باندې دریو کلنو کې د ښځو په ګډون په سلګونو کسانو ته په مختلفو تورونو په ځانګړي ډول د اخلاقي جرمونو په تورونو په ورزشي ستډیومونو کې د زرګونو کسانو په مخ کې تعزیري سزاګانې ورکړي دي.

همداشان د طالبانو د حکومت سترې محکمې ویلي چې تراوسه یې په افغانستان کې په عام محضر کې شپږو کسانو ته د اعدام سزا هم ورکړې ده.

طالبانو په عام محضر کې د اعدام د سزاګانو په لړ کې وروستۍ د تیر ۲۰۲۴ کال د نومبر ۱۳( لړم ۲۴) د پکتیا په ولایت کې په عام محضر کې یو تن ته د طالبانو د حکومت دریو محکمو د پریکړو او د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د تائید وروسته ورکړه.

د طالبانو د حکومت سترې محکمې ویلي و چې اعدام شوی کس محمد ایاز د حکیم خان زوی د پکتیا ولایت د میرزکې ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی وو. دغې محکمې ویلي و چې محمد ایاز د حبیب الله په نوم د پکتیا ولایت یو اوسیدونکی وژلی وو.

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د بنسټونو د پرله پسې غوښتنو سره سره په عام محضر کې د اعدام د سزا په ګډون د تعزیري سزاګانو پلي کیدو ته دوام ورکړی دی.