د طالبانو تر کنټرول لاندې سترې محکمې په افغانستان کې په عام محضر کې د تعزیري سزاګانو په دوام ویلي چې د تیرې اونۍ په ترڅ کې یې په یو شمیر ولایتونو کې د ښځو په ګډون لږ تر لږه ۱۴ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
دغې محکمې د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د تعزیري سزاګانو په لړ کې یې د پنجنشبې په ورځ فبرورۍ ۱۳ ( سلواغې ۲۵) د تخار د ولایت د ینګي قلعه ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون پنځه تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "د تخار ولایت د ینګي قلعه د ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې د پریکړې له مخې د یوې ښځې په ګډون پر پنځه کسانو باندې چې د زنا، لواطت او د غلا په تورونو تورن وو، پنجشنبه ... د ولسوالۍ د ښاروالۍ په چمن کې د محکمې د تعزیري سزا حکم تطبیق شو".
د طالبانو تر کنټرول لاندې سترې محکمې په دې خبرپاڼه کې ویلي چې دغو پنځه تورنو هر یو ته د ۳۹ دُرو د سزا سربیره د یو کال او شپږو میاشتو څخه نیولې تر اوو میاشتو پورې د بند سزا هم ورکړل شوې ده.
دغې محکمې ویلي چې د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۲ (سلواغې ۲۴) یې د غزني په ولایت کې یوې ښځې ته د " اخلاقي فساد" په تور هم په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړې ده.
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: " ابتدائيه محکمې ياده مجرمه پر يو کال تنفيذي بند او ۲۰ دُرو تعزیري سزا محکومه کړې وه؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرمې تطبيق شوه"
همداشان ددغې محکمې د معلوماتو له مخې تیره اونۍ د سه شنبې په ورځ د پکتیکا په ولایت یو تورن ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوې ده. ددې سربیره د دوشنبې په ورځ د کندز د قلعه ذال په ولسوالۍ کې ددغې ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې د پریکړې پراساس دوو کسانو ته د وهلو ټکولو په تور په عام محضر کې هر یو ته د ۱۵ دُرو د تعزیري سزا سربیره اته میاشتې د بند سزا هم ورکړل شوې ده.
د طالبانو تر کنټرول لاندې سترې محکمې په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي چې د ارزګان ولایت د ارزګان خاص ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې د پریکړې پر اساس د تیرې دوشنبې په ورځ دوو کسانو ته د قتل او لواطت په تور او يو کس ته نامشروع اړيکو په تور تعزیري سزاګانې ورکړل شوي دي.
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: " ابتدائيه محکمې د یادو کسانو له ډلې يو متهم پر يو کال تنفيذي بند او ۳۹ دُرو، دويم متهم پر يو کال او شپږ مياشتې تنفيذي بند او ۳۰ دُرو، یو مجرم پر شپږ مياشتې تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی ".
دغې محکمې ویلي چې دا پریکړې د سترې محکمې د مشرتابه له تائيد وروسته پر تورونو باندې تطبیق شوي دي.
همداشان طالبانو د یکشنبې په ورځ هم د غزني په ولايت کې دوو تورنو ته په عام محضر کې ته تعزیري سزاګانې ورکړي دي.
طالبانو د فبرورۍ د میاشتې په لومړۍ اونۍ کې هم د ښځو په ګډون ۱۹ کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزاګانې ورکړې وې.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان واک د بیا ترلاسه کولو وروسته په تیرو څه باندې دریو کلنو کې د ښځو په ګډون په سلګونو کسانو ته په مختلفو تورونو په ځانګړي ډول د اخلاقي جرمونو په تورونو په ورزشي سټډیومونو کې د زرګونو کسانو په مخ کې تعزیري سزاګانې ورکړي دي.
همداشان د طالبانو د حکومت سترې محکمې ویلي چې تراوسه یې په افغانستان کې په عام محضر کې شپږو کسانو ته د اعدام سزا هم ورکړې ده.
فورم \ دبحث خونه